تازه خبرونه
ارګ، د حسن روحاني د څرګندونې په غبرګون کې ویلي،” له افغانستان یې زدکړئ”
شاه حسین مرتضوي د ایراني ولسمشر حسن روحاني د څرګندونو په اړه په فیسبوک کې لیکلي: مونږ ته طعنه مه راکوئ، له مونږ یې زدکړئ.
مرتضوی زیاته کړې: افغانستان، چې ۴۰ کاله په جګړه کې تېر کړي؛ اوس ورته د دیموکراسۍ ارزښتونه، د بیان آزادي، د بشر حقونه او انساني کرامت بشپړ ارزښت لري او د خپلولو هڅې یې کوي. د بېلګې په توګه افغانستان د بیان د آزادۍ په اړه د نړۍ او سیمې د هېوادونو تر منځ ډېر ښه ځای خپل کړی دی.
نوموړي دغه راز په افغانستان کې مذهبي همغږي او د رسنیو آزادې هڅې هم بېسارې ښودلي او په ډاګه کوي، چې په ۱۳۹۳ کال کې مو ټاکنیز سیال په ځواک کې راګډ کړ؛ خو په ګاونډ هېواد کې مو ټاکنیز سیال زندان ته ولاړ. مونږ سیاسي زنداني او زنداني خبریال نلرو او ټولنه مو هم خپلسرۍ ته غاړه نږدي. افغانستان زړه راکښونکې ښکلاوې او غونی ځیږوونکی ښه والی لري، چې ډېر ګاونډ هېوادونه ترې بې برخې دي.