تازه خبرونه

ثريا پرليکا د ۷۵ کلونو پر منګ مړه شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

میرمن ثريا پرليکا، چې د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله وه؛ تېره شپه د ۷۵ کلنۍ پر منګ په سويس کې مړه شوه.

میرمن ثريا پرلیکا پر ۱۳۲۳ل.هـ / ۱۹۴۴ زېږدیز کال د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې زیږیدلې؛ هغې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی ولوست او د ماسترۍ سند یې له اوکراین څخه ترلاسه کړیو.

میرمن پرلیکا نږدې څلور لسیزې د ښځو حقونو او د افغان ټولنې د پرمختیا په اړه هاند او هڅې تر سره کړې دي.

هغه د افغانستان د خلکو دواکمن دیموکراتیک ګوند پرمهال د ښځو د دیموکراتیک سازمان مشره وه او د ۱۸میاشتو لپاره په څرخي پله زندان کې ساتل شوې وه.

میرمن پرلیکا په۱۳۶۲ /۱۹۸۳ کالونو کې د سرې میاشتې رییسه وټاکل شوه او د مجاهدینو تر واکمنۍ پورې په همدې دنده کې پاتې وه.

هغې په د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د کابل په کورونو کې ښځو ته تدریس کاوه.

د ګزارشونو له مخې میرمن پرلیکا د سرطان ناروغۍ  خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې میرمن ثريا پرلیکا د افغان ښځو د حقونو لپاره په تېرو څلور لسیزو کې نه ستړې کیدونکې کې روانې ساتلې وې. د میرمن پریلیکا نوم به د دې ځمکې د اتلو میرمنو تر منځ تل یادیږي او د هغې مړینه هېواد ته لویه ضایعه ده.

Trending

Exit mobile version