تازه خبرونه

ترمپ د افغانستان د جګړې په اړه خپلې تېرې خبرې تکرار کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې که یې غوښتي وای او یا وغواړي دوه – درې یا څلور ورځو کې د افغانستان جګړه ګټي؛ خو نه غواړي په دې هېواد کې لس میلیون وګړي ووژل شي.

ترمپ، چې په نړۍ کې پر یوې جنجالي او بحث پاروونکې څېرې اوښتې د کابل توند غبرګون ته یې هم ونه کتل او دا ځل یې د سپینې ماڼۍ په رسمي پاڼه کې خپله خبره تکرار کړه، چې د افغانستان جګړه په څو ورځو کې ګټلی شي؛ خو نه غواړي، چې په دې هېواد کې لس میلیون وګړي ووژل شي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وایي، چې ۱۹ کاله په افغانستان کې وو؛ مونږ په واقعیت کې د پولیسو دنده تر سره کوو. مونږ کولی شو په افغانستان کې په دوه، درې او یا څلور ورځو کې د جګړې ګټونکي شو؛ خو که مونږ وغواړو. زه نه غواړم، چې لس میلیون کسان ووژل شي.

ټرمپ دغه راز ټینګار کړي، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې امریکا ډېر پرمختګ کړی او غواړي خپل ځواکونه نور را کم کړي.

هغه زیاتوي؛ مونږ په افغانستان کې ډېر پرمختګونه درلودل. مونږ خبرې کوو، خو ډېر پرمختګونه هم لرو او مونږ د خپلو ځواکونو د کمولو په حال کې یو.

د ولسي جرګې ځینې غړي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې بېړه خطرناکه او د اندېښنې وړ بولي.

د ولسي جرګې د  کورني امنيت د کمیسیون رییس فدا محمد الفت صالح ویلي؛ مونږ باید له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته که شوني وي ډېر پام راواړوو، چې مسوولانه تر سره شي.      

ملي دفاع وزارت ویلي، چې امنیتي ځواکونه اوس د جګړې په ډګرونو کې خپلواکه مبارزه کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي څرګنده کړې؛ کله، چې هغوی( امریکا) د ځواکونو د ویستلو پرېکړه کوي، نو د افغانستان پر جګړې به ډېر اغېز ونلري.        

په تېرو دوه اوونیو کې دا دویم ځل دی، چې ترمپ د افغانستان د جګړې په اړه خپلې تېرې خبرې بیا کوي؛ خو لومړنیو څرګندونو ته یې کابل غبرګون ښودلی و او له امریکا یې په دې تړاو سپیناوی غوښتی و.  

Trending

Exit mobile version