تازه خبرونه

ترمپ د افغانستان د سولې په اړه له امریکایي چارواکو سره ګوري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د احتمالي سولې په اړه، چې په افغانستان کې به ورسره جګړه پای ته ورسیږي د خپل هېواد له لوړپوړیو چارواکو سره ګوري.  

سي ان ان د یو لړ څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې ښاغلی ترمپ به ډېر ژر د خپل هېواد له مشرانو( بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، امنیتي سلاکار جان بولتن، دفاع وزیرمارک سپر او د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزف دانفورد) سره وګوري.   

د ګزارش له مخې؛ په دې لیدنه کې به د امریکا لوړ پوړي چارواکي د افغانستان د سولې په اړه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرې له څو میاشتو راپدیخوا کار، بحث او خبرې کړي دي.

سي ان ان د څو سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې باید په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په شمېر کې د یادونې وړ لږوالی راشي.

 افغان حکومت د دې خبرو پایلو ته هیله من دی.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال امید میثم ویلي؛ مونږ هیله من یو، چې دا خبرې به افغانستان ته تلپاتې او له عزته ډکه سوله  ور په برخه کړي.          

پوځي کارپوهان باوري دي، چې د امریکا ولسمشر دې د افغانستان په تړاو مسوولانه او د افغانستان او سیمې  هېوادونو ملي ګټو ته په پام سره مسوولانه پرېکړه وکړي.

پوځي کارپوه اسد الله ندیم ویلي، چې امریکا د افغانستان د جګړې مسووله ده او په دې هېواد کې د جګړې پیلوونکې هم ده. باید د افغانستان په اړه له مسوولیته ډکه پرېکړه وکړي، چې د افغانستان او سیمې په ګټه وي.             

دا په داسې حال کې ده، چې زلمي خلیلزاد لږ تر لږه اته ځله د قطر په دوحه کې له طالب مشرانو سره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر څرنګوالي خبرې او بحثونه کړې دي.

خلیلزاد په خپل یو تویت کې هم څرګنده کړې، چې د امریکایانو او طالبانو د استازیو تر منځ اتم پړاو خبرې د اګست پر درېیمه پیل شوې وې او ۹ ورځې روانې وې. زمونږ خبرې پر تخنیکي جزئیاتو راوڅرخیدې او ګټور بحثونه وشول. زه د وروستیو ګامونو د پورته کولو او مشورو د اخیستو لپاره واشنګتن ته راروان شوم.

دغه راز نیوزویک مجلې د امریکا د دفاع وازارت د څرګندونو له مخې په ډاګه کړه، چې دغه هېواد په افغانستان کې د طالبانو پر ضد خپلو ټولو ځواکونو ته د جنګي عملیاتو د کمولو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د مشورو او ملاتړ د درولو امر کړی دی.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو قومندانۍ د حکومت د وسلوالو مخالفانو پر ضد د امریکایي ځواکونو د عملیاتو د کمولو او درولو په اړه خپرې شوې څرګندونې رد کړې.

د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لګیت ویلي، چې د غوڅ ملاتړ ځواکونه له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ ته ژمن دي؛ ځکه، چې دوی د افغانستان له خلکو څخه ساتنه کوي او د جنرال میلر د څرګندونو له مخې زمونږ ماموریت بدلون ندی کړی او مونږ له افغان ځواکونو خپل ملاتړ روان ساتو.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو د افغانستان د جګړې په اړه د ترمپ د تګلارې د بدلولو غوښتنه راپورته کړې ده.

Trending

Exit mobile version