تازه خبرونه

ترمپ د افغانستان د سولې په اړه له امریکایي چارواکو سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د احتمالي سولې په اړه، چې په افغانستان کې به ورسره جګړه پای ته ورسیږي د خپل هېواد له لوړپوړیو چارواکو سره ولیدل. 

د امریکایي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ ښاغلی ترمپ تېره ورځ د خپل هېواد له مشرانو( بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، امنیتي سلاکار جان بولتن، دفاع وزیرمارک سپر، د مرکزي استخباراتو رییس جینا هاسپل، د افغانستان د سولې په اړه د امریکایې استازي زلمي خلیلزاد او د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزف دانفورد) سره ولیدل.   

ویل کیږي، چې دغه لیدنه له طالبانو سره د سولې پر بهیر، د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو او د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو په اړه د یوې سیاسي حل لارې پر موندنې راڅرخیدلې ده.

د امریکا ولسمشر له خپلې لیدنې وروسته په خپل تویت کې په ډاګه کړې، چې همدا اوس مو د افغانستان په اړه یوه ښه ناسته تر سره کړه. د ۱۹ کلنې جګړې ټول اړخونه او مونږ غواړو، چې یوې هوکړې ته ورسیږو… خو که ممکنه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم په خپل تویت کې څرګنده کړې، چې امریکا د افغانستان د سولې بهیر پر پرمختګ ځانګړی کار کوي.  

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ له افغانستان سره په نږدې همکارۍ کې یوې هراړخیزې سولې ته ژمن یو او غواړو، چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه او اوربند وشي، د افغانستان له خاورې د امریکا او د هغه د متحدانو د نه ګواښلو ډاډ رامنځته او سولې ته د رسیدو لپاره افغانان چمتو شي.

د افغانستان حکومت د دونالد ترمپ او د ده د سلاکارنو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه له خبرو ځان خبرول غواړي او د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې ټینګار کړی، چې د امریکا او طالبانو تر منځ هر راز هوکړه باید اوربند رامنځته او د وینې توئیدل ودروي او دغه راز طالبان حاضر شي، چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له خې؛ د امریکایانو او طالبانو هوکړه وروستۍ شوې نده او د لاسلیک ځانګړی وخت یې هم ناڅرګنده دی.

نوموړي دا هم ویلي، چې امریکا د افغانستان له حکومت سره اوږدمهاله ژمنې لري او له طالبانو سره له هوکړې وروسته هم له دې هېواد سره خپلې همکارۍ روانې ساتي.

ویل کیږي، چې امریکا به لومړی ۵۰۰۰ زره سرتېري له افغانستان وباسي. دا هېواد اوس په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري؛ خو امریکایي سناتور لیندسي ګراهام خبرداری ورکړی، چې پر طالبانو د هر ډول باور  پایلې به له ایران سره د اتمي تړون له هوکړې هم بدې وي.

نوموړی څرګنده کړې؛ دا باور، چې طالبان د ترهګرۍ ضد ځواکونو پر ځای القاعده، داعش او نورې اسلام پالې رادیکالې ډلې کنترول کړي؛ له ایران سره به له اتومي هوکړې هم لویه تېروتنه وي. له طالبانو سره هر ډول هوکړه، چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه جدي ونه نیسي؛ دا د سولې یوه هوکړه نه؛ بلکې دا پر امریکا او د  نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دې هېواد پر ګټو برید ته لار اواروي.

په کابل کې د اندونیزیا سفیر عارف رحمان ،  چې هېوادیې د سولې په بهیر کې په نسبي ډول دخیل دی؛ هم وایي، ښایي د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې پر ورځ، چې  دوشنبه ده، لاسلیک شي.

نوموړي زیاته کړې؛ وروستۍ خبرې اترې ښیي، چې په افغانستان کې سوله راتلوونکې ده؛ خو باید د افغانستان خلک د سولې لپاره زمینه برابره کړي.

ویل کیږي، چې د نړۍ ځینې هېوادونه د روسیې، جرمني، فرانسې او قطر په ګډون د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک د لاسلیک مراسمو ته بلل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې زلمي خلیلزاد لږ تر لږه اته ځله د قطر په دوحه کې له طالب مشرانو سره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر څرنګوالي خبرې او بحثونه کړې دي.

Trending

Exit mobile version