تازه خبرونه

ترمپ افغانستان ته په ناڅاپي سفر کې اوربند ته د طالبانو له چمتووالی خبر ورکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د افغانستان د بګرام پوځی اډې ته په یوه نااعلام شوي دوه ساعته سفر کې له خپل افغان سیال اشرف غني سره کتلي دي.

د امریکا ولسمشر په لومړي ځل د مننې ورځې د نمانځنې لپاره د لیندۍ پر ۷ او د نومبر پر ۲۸) د شپې اته نیمې بجې د افغانستان خاورې ته راغی او د بګرام پوځي اډې ته له را رسیدو سره یې د الوتکې څراغونه مړه شول.

نیویارک تایمز ورځپاڼې ویلي، چې ولسمشر غني ته د الوتکې له کیناستو څو ساعته مخکې خبر ورکړ شوی و او هغه هم د بګرام پوځي اډې ته د ښه راغلاست بلنه منلې وه.

د امریکا او افغانستان ولسمشرانو په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې که طالبان د سولې یوې هوکړې ته ژمن وي؛ باید اوربند ومني.

د امریکا ولسمشر هم خپلو سرتېرو ته په خبرو کې ویلي؛ واشنګتن له طالبانو سره د سولې خبرې اترې له سره پیل کړي؛ ځکه د هغه په خبره طالبان هم  اوس د سولې هوکړې او اوربند ته لیواله دي.

نوموړی وایي؛ مونږ له هغو سره خبرې کوو او ورته وایو، چې باید اوربند ټینګ شي، هغو اوربند نه مانه؛ خو اوس یې غواړي، چې اوربند ټینګ شي. ښایي دا ډول اقدام تر سره کړي.

ترمپ په خپل دې سفر کې وغوښتل خپل سرتېري حیران کړي، هغه ټینګار کوي چې امریکابه په افغانستان کې خپل سرتیري ډېر کم کړي، خو هغه ونه ویل چې له  دې هېواد څومره سرتېري باسي.

هغه ویلي: مونږ به تر هغه مهاله دغلته واوسو، چې یوې هوکړې ته ورسیږو، یا د بدې معاملې په صورت کې بشپړې بریا ته لاسرسی پیدا کړو. څو اوونۍ مخکې مونږ اعلان وکړ، چې زمونږ ځواکونه کور ته بېرته ستنیږي، هغوی د بېرته ستنیدو په حال کې دي او مونږ دلته د خپلو سرتېرو د کمولو په حال کې یو.

ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې لیدنه کې ښاغلي ترمپ د ترهګرۍ پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې ستایلي دي.

دغه راز د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر ویلي که غواړو په افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځته شي؛ باید له افغانستان څخه بهر د ترورستانو ځالې ړنګې شي.

ولسمشر غني د داعش په ماتولو او ترهګرۍ ضد مبارزه کې د امریکایي او افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو رول ستایي.

د بګرام په پوځي اډه کې جوړو شویو مراسمو ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي: مهرباني وکړئ له خپلو کورنیو مننه وکړئ، چې په دې مناسبت درپسې خپه شوي دي؛ خو هوکړه یې کړې، چې تاسې دلته واوسئ او د متحده ایالتونو له امنیت او زمونږ له آزادۍ دفاع وکړئ. مونږ به په ګډه بریالي شو. مونږ به کله هم هیر نکړو، چې د سپتمبر پېښو مونږ یو ځای کړي یو او مونږ به کله هم د دغه راز پېښو د تکرار اجازه ورنکړو.

ولسمشر اشرف غني دا هم ویلي، چې په افغانستان کې ۲۲۹۸ امریکایي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰۵۸۵ نور ټپیان شوي دي. افغانان ستاسې پر قربانیو ویاړي او مونږ به یې نه هیروو.

سپينې ماڼۍ ویلي، چې ترمپ  دوه ساعته په بګرام کې تېر کړل.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره  پوځيان لري، چې له طالبانو سره د سولې هوکړه د دې ځواکونو د کمیدو او یا وتلو اصلي شرط یادیږي.

طالبانو تر اوسه د ترمپ پر سفر تبصره نده کړې.

دا افغانستان ته د ترمپ لومړنی سفر دی، چې په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار کرابرت اوبراین هم ورسره ملتیا کړې وه.

Trending

Exit mobile version