تازه خبرونه

ترمپ د افغانستان لپاره نوې تګلاره په ډاګه کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر سیمه ییز وخت د سې شنبې پر ورځ( دزمري ۳۱) سهار مهال د افغانستان لپاره د خپل هېواد نوې تګلاره اعلام کړه.

دونالد ټرمپ د امریکا لومړنی ولسمشر دی، چې په ښکاره له ترهګرو څخه د پاکستان د ملاتړ په وړاندې غږیږي.

د امریکا ولسمشر  دونالد ترمپ وایي، پاکستان تل ترهګرو ته امن پناه ځایونه ورکړي. مونږ باید د ترهګرو د بیا ځلي ظهور او خوندي ځالو مخه ونیسو، چې امریکا ته ګواښ پیښولی شي. مونږ نور په پاکستان کې د ترهګرو، طالبانو او نورو ډلو لپاره د پناه ځایونو د برابرولو په تړاو غلي نه شو پاتې کیدای، چې سیمې او نورې نړۍ ته ګواښ پیښوي.

پاکستان دغه راز هغو سازمانونو ته پناه ورکړې، چې هره ورځ زمونږ خلک وژني. مونږ پاکستان ته میلیاردونه دالر ورکړي، له دې سره پر یوه وخت هغوی هغو ترهګرو ته ځای ورکوي، چې مونږ ور سره جنګیږو.

مونږ د افغانستان د ثبات لپاره د هند له مهمو مرستو مننه کوو، مونږ له هغوي غواړو، چې د افغانستان په تړاو ډېرې مرستې وکړي، په  ځانګړې توګه د اقتصادي او پراختیایی مرستو په ډګر کې.

نوموړي د نوې تګلارې په اړه په خبرو کې څرګنده کړه، چې دښمنان باید د امریکا له پلانه خبر نشي.

هغه وویل؛ مونږ نه غواړو، چې په افغانستان کې د قدرت خلا رامنځته شي او جنګ غوښتونکې ډلې واک و ځواک ته ورسیږي.

ترمپ افغانستان ته د سرتېر و د رالیږلو له جزئیاتو ورکولو ډډه وکړه؛ خو دا یې وویل، چې د افغانستان حالات به زمونږ د تګلارې اړوند سرتېري ټاکي او کړنې به مو تر سره کیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا به د افغانستان له ملت، دولت او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ روان ساتي؛ خو دا ملاتړ به نامحدود نه وي؛ ځکه امریکا ملت جوړونه نه کوي.

د ده په وینا؛ امریکا به ټولې ترورستي ډلې خپله موخه وګرزوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ترهګرو څخه د پاکستان ملاتړ د افغانستان او پاکستان پر اړیکو ناوړه اغېز کړی او جګپوړیو افغان چارواکو پاکستان ته له سفر کولو ډډه کړې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني د ترمپ ورستی پرېکړه وستایله. هغه، چې کندهار ولایت ته په سفر تلی وایي، چې امریکا به له دې وروسته له زماني قید پرته خپلې مرستې له افغانستان سره روانې ساتي.

ولسمشر اشرف غني زیاته کړې؛ پاکستان د امریکا د نوې تګلارې له اعلام وروسته اړ دی، چې د سولې خبرو ته حاضر شي تو د دغه هېواد خلک خپل حکومت اړ کړي، چې سوله وکړي.

د اشرف غني په وینا؛ له دې وروسته به سولـه له طالبانو سره نه، له ګاونډ‌یانو سره کیږي.

دغه راز د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله دغه تګلاره له ترهګرو سره د مقابلې په لار کې د سیمې له هېوادونو سره د خبرو لپاره بل فرصت بولي او وایي، چې د ترهګرو ملاتړي هېوادونه باید د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.

وسلوالو طالبانو د امريکا د ولسمشر دونلد ترمپ نوې تګلاره د جگړې د غزولو په معنا بللې او گواښ يې کړی، چې د وروستي امريکايي پوځي تر شتونه به جگړه روانه ساتي.

Trending

Exit mobile version