تازه خبرونه
ترمپ د طالبانو د سیاسي دفتر د تړلو غوښتنه کړې
ګارډین ورځپاڼې د یوې سرچینې له خولې لیکلي، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له خپل افغان سیال محمد اشرف غني غوښتي، چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له تړلو سره هوکړه وکړي، کوم دفتر، چې له دې لارې دوه ځله د افغان دولت پلاوي له طالبانو سره لیدنې وکړې.
ګارډین ورځپانه د یوې سرچینې له قوله وایي، دغه موضوع د دواړو ولسمشرانو د لیدنې پر مهال تر بحث لاندې راغلې؛ خو ښاغلي غني په دې اړه د پرېکړې لپاره له دونالد ترمپ وخت غوښتی دی.
باور کیږي، چې په قطر کې به د طالبانو د سیاسي دفتر په تړل کیدو د سولې لپاره د افغان دولت هڅې ودریږي.
د سولې عالي شورا ویاند سید امین الدین مظفري مني، چې اوس هم د سولې بهیر ته د وسلوالو مخالفینو د حاضرولو لپاره د دوی کوښښونه دوام لري؛ خو د سولې عالی شورا په رهبرۍ کې له بدلون وروسته په دوحه کې د طالبانو له سیاسي دفترسره اړیکې په بشپړ ډول بندې دي.
ځینې سیاستوال په دې باوردي، چې په دوحه کې د طالبانو د دفتر په تړل کیدو به افغانستان د یوې بلې نااعلام شوې جګړې پر لوري ولاړ شي.
په ولسي جرګه کې د کابل استازی رمضان بشردوست وایي، د طالبانو دا دفتر امریکا جوړ کړی و او اوس، چې د پروګرام ناکامي ویني؛ د دوحې دفتر تړي.
دغه ورځپاڼه لیکي، چې سعودي عربستان او عربي متحده امارات هم په قطر کې د طالبانو د دفتر له جوړیدو وروسته د دې دفتر د تړلو لپاره تر فشار لاندې ول.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د سولې خبرو لپاره د قطر سیاسي دفتر د دوی یوازنی ښکاره ادرس بولي.