تازه خبرونه

ترمپ په افغانستان کې د استخباراتي سرتېرو پر پاتې کیدو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ څرګنده کړې؛ امریکا به له افغانستان څخه امریکایي سرتېري راستانه کړي، خو په لږ شمېر استخباراتي سرتېري به وساتي، چې د ترهګرو فعالیتونه وڅاري.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه اړینه بولي. هغه، چې ان بي اس تلویزیون سره خبرې کولې وویل، چې امریکايي پوځيان به را ستانه کړي او په لږ شمېر استخباراتي سرتېري به په افغانستان کې وساتي.

دونالد ترمپ ویلي، چې مونږ ډېر ښه جنګیږو او له پخوا ډېر سخت جنګیږو. فکر کوم هغوی له جګړې ستړې دي؛ ټول ستړي دي او مونږ باید دغه جګړه پای ته ورسوو او سرتېري خپلو کورونو ته راستانه کړو. دا په دې معنی هم نده، چې مونږ به هلته استخباراتي ماموریت ونلرو. زمونږ استخبارات به هلته وي او له هر څه به له نږدې څارو.

ترمپ زیاتوي، چې که په افغانستان کې شرایط ترینګلي شي، بیا به دغه هېواد ته سرتېري را ولیږي.

د امریکا د ولسمشر ترمپ د څرګندونو له مخې؛ که اړتیا پېښه شوه، نو مونږ چټکي الوتکې لرو او بیا به هلته ولاړ شو. که مو ولیدل، چې د سخت دریځو مرکزونه د جوړیدو په حال کې دي مونږ به یو کار وکړو. مونږ یو پنځوس میلیارد دالر په افغانستان کې لګولي، چې دغه رقم پخوا هیڅ ندی اوریدل شوی.

نیویارک تایمز ورځپاڼې لیکلي؛ افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ولسمشر ترمپ څخه غوښتي، چې یو شمېر سرتېري په افغانستان کې وساتي.

دغه ورځپاڼه د برون پوهنتون د څرګندونو پر بنسټ لیکي، چې د افغانستان او عراق په جګړو کې پېنځه اعشاریه نهه تریلیون دالر لګول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده ، چې سبا سې شنبه په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د طالب استازیو په ګډون د افغانستان او سیمې سیاسي څېرې سره جرګه کیږي او د دغه هېواد د راتلونکي په اړه بحث کوي.

Trending

Exit mobile version