تازه خبرونه

ترمپ په افغانستان کې د سترو ګامونو له اوچتولو خبر ورکړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر د امریکا د کابینې په ناسته کې له افغانستان سره د خپلو ژمنو د تازه کولو په لړ کې د افغانستان په تړاو د سترو ګامونو له اوچتولو خبره کړې ده.

واشنګتن په داسې حال کې له افغانستان سره تل په خپلو ژمنو ټینګار کوي، چې دغه هېواد هره ورځ د ترهګرۍ د ګواښونو له اړخه قرباني ورکوي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ  ویلي، چې مونږ په افغانستان کې د سترو ګامونو د اوچتولو په حال کې یو. زه فکر کوم؛ تاسې هغه څه، چې تر سره کیږي، وینئ، نو مونږ په پراخ او رښتیني ډول خپله دنده تر سره کړې، چې زیاتره ورته درناوی کوي.

د امریکا ولسمشر دا خبرې د افغانستان په تړاو د خپل هېواد د نوې تګلارې له اعلام وروسته کړي دي، چې په کې نه یوازې پاکستان د ترهګرو لپاره پناه ځای یاد شوی، بلکې د پاکستانيو چارواکو نیوکې او غبرګونونه یې هم را وپارول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف ویلي؛ د امریکا نوې تګلاره د هغو جنرالانو په مشوره جوړه شوې، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې په افغانستان کې هڅې وکړې. که امریکایان خپل سیاست د جنرالانو له نفوذه لیرې جوړ کړي، په ځلونو به بریالی او ګټور وي.

افغان دولت له کابل سره د واشتګتن همکاري داسې ارزوي.

د اجرائیه ریاست د دفتر مرستیال ویاند جاوید فیصل د امریکا په تګلاره کې د ملي امنیتي ځمکني او هوایي ځواکونو پر ملاتړ او تجهیز ټینګار کوي او وايي، چې د دولت د وسلوالو حامیان دې هم وځپل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان دان ورځپاڼې د پاکستان د دیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي، چې سپینې ماڼۍ د شل ترهګرو ډلو نوملړ، چې په افغانستان او پاکستان کې فعالیت لري، له پاکستانيو چارواکو سره شریک کړی، چې په سر کې یې د حقاني شبکه ده.

خبریال: فهیم نوری

Trending

Exit mobile version