تازه خبرونه

ترکي پانګوال او سوداګر په افغانستان کې خپله پانګونه ډېروي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ترکیې د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، چې په افغانستان د پانګونې لپاره ډېر فرصت لري او ترکي سوداګر او پانګوال به له افغان پانګوالو سره یو ځای پر کانونو او انرژۍ پانګونه وکړي.

د ترکیې د اقتصاد وزارت مرستیال له ۲۵ ترکي پانګوالو سره کابل ته راغلی، چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه و ارزوي.

دوی د افغانستان د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره په ګډه غونډه کې پر سوداګریزو مسایلو او په افغانستان کې پر پانګونه خبرې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې ترکي مالونه په افغانستان کې ښه بازار لري او له ترکي سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل، چې په ترکیه کې د افغانستان صادارتي مالونو ته بازار ومومي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي: په افغانستان کې د ګډې پانګونې لپاره ډېر امکانات شته او مونږ تاسې ته د پانګونې زمینه برابروو.  

ترکي پانګوال لیواله دي، چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج او انرژۍ د تولید په برخو کې پانګونې وکړي.

د ترکیې د اقتصاد وزارت مرستیال فاتح متین وایي: دا، چې افغانستان د مرکزي آسیا په زړه کې پروت دی  او ترکیه د اروپايي هېوادونو په خوا کې ده؛ نو مونږ د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم فرصتونه لرو. که د دواړو هېوادونو پانګوال ګډه پانګونه وکړي، له نړۍ سره د نښلیدو لامل به وګرزي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولینو له ترکي پلاوي وغوښتل، چې هلته دې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره جلا مرکز جوړ او د لاجوردو لار دې بیا فعاله شي.

د سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو رييس آذرخش حافظي وایي، چې: مونږ د وارداتو بدیل ته اړتیا لرو او غواړو، چې په هېواد کې مو پانګونه هم ډېره شي.

ویل کیږي، چې د ترکیې او افغانستان تر منځ کلنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه یو سل و شل میلیون دالرو ته رسیږي.  د دواړو هېوادنو تر منځ د سوداګریزو چارو د آسانتیا او پراختیا لپاره په پام کې ده، چې په ترکیه کې یوه غونډه جوړه او غونډې ته به د افغانستان اجرائیه ريیس عبدالله هم ورشي.

خبریاله: سمیرا

Trending

Exit mobile version