تازه خبرونه

بې بایو متریک رایې دې هم وشمېرل شي- د مشرانو جرګې مشر

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضا هادي مسلمیار د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ګواښ کړی، چې باید بې بایومتریک رایې هم وشمېري.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د سې شنبې پر ورځ( د تلې ۹) ویلي؛ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون اړ دی، چې د ولسمشریزو ټاکنو بې بایومتریک رایې هم حساب کړي.

مسلميار د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د خبرو پرمهال ويلي: ما اوریدلي؛ د ټاکنو کميسون مشر ويلي، چې دوی بې بايومتريک رايې نه شماري. د هغې پلار به هم بې بایومتریک رایې شمېري.

د مشرانو جرګې مشر او د ولسمشر محمد اشرف غني د ډلې د لومړي کتار ملاتړي مسلمیار؛ دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه د دوشنبې پر ورځ پرېکړه وکړه، چې بې بایومتریکه رایې د د منلو نه او باطلې  دي.

دغه راز تېره ورځ د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند اشرف غني اصلي سیال عبدالله عبدالله د بریا ادعا وکړه او د ټاکنیز مدیریت پر بنسټونو یې غږ وکړ، چې یوازې بایومتریک رایې باوري کړي.

د حکومت اجرائیه ریاست نن د مشرانو جرګې د مشر مسلمیار د هغو څرګندونو په اړه غبرګون ښکاره کړ، چې نوموړي د ټاکنو کمیسیون نه یوازې ګواښلی، بلکې د بې بایومتریک رایو پر حسابولو یې هم ټینګار کړی دی.

یاد ریاست دا هم ویلي، چې هیڅوک د ټاکنو کمیسیون د ګواښلو حق نلري او خپلې خبرې دې بېرته واخلي.

د ولسمشرۍ بل نوماند رحمت الله نبیل د مسلمیار څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي؛ هغه شکمن دی، چې ښاغلی مسلمیار به د افغانستان ملي پېژندپاڼه  ولري.

نبیل زیاته کړې، چې حتا د بایومتریک له تائید پرته یوه رایه هم د هغه ټاکنیزې ډلې ته د منلو نده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د بایومتریک تائید شویو رایو پر تائید ټینګار کوي؛ ځکه، چې د ټاکنو پر ورځ د بایومتریک وسایلو ناسم چلند او د رایې ورکوونکیو په نوملړ کې د ستونزو په اړه ډېر شکایتونه شبت شوي دي.

Trending

Exit mobile version