سوداگري
سږ کال په ننګرهار کې ۱۵۰ ټنه زیتون شوي
د زیتونو په بن کې محمداجان نومي کارګر ویلي، چې د ننګرهار د کانال زیتون پاخه شوي او له تېرو شل ورځو راپدیخوا د پاخه حاصِل پر ټولولو اخته دي.
غلام محی الدین کاریګر وایي، که پر بڼوالو خواري وشي؛ دا حاصل څو چنده ډېریدای شي.
د زیتونو د کارځي کارګر وایي؛ له بڼوالو څخه ټول شوي زیتون دې کارخونې ته راوړل کیږي، چې دلته ترې د زیتون تېل او اچار جوړېږي.
د ننګرهار د زیتونو د کارخونې مسوول انجینرعتیق الله نایل وايي، بڼوال او کارځی د پاملرنې وړ دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له زر ټنو لږ حاصل د کارځي لګښت نه پوره کوي.
شاوخوا ۵ لسیزې وړاندې د ننګرهار د کانال پر زرګونه هکتاره ځمکه زیتون کرل شوي؛ خو په تېره یوه نیمه لسیزه کې د ننګرهار کانال ته پوره پاملرنه نده شوې او له همدې کبله په بد حالت کې دی.
خبریال: رحمت الله زیارمل