تازه خبرونه
بې کیفیته خواړه د هېواد د ۳۳ سلنه خلکو ژوند ګواښي-عبدالله
د هېواد ۳۳ سلنه خلک د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ شوي او بې کیفیته خواړه یې ژوند ګواښي.
افغانستان تازه د خوړو د ځواکمنۍ د نړیوال حرکت غړیتوب ترلاسه کړی؛ خو حکومت په هېواد کې د خوړو د خوندیتوب نه شتون د یوې ننګونې په توګه یادوي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبد الله عبدالله د خوړو د خوندیتوب د ملي اجندا د پېژندلو پرمهال وویل، چې د خوړو د ستونزې د حل لپاره هڅې پیل شوې دي.
ښاغلی عبدالله زیاتوي؛ د هېواد په کچه۴۱ سلنه هغه ماشومان، چې عمرونه يې له پېنځه کلونو لږ دي د خوارځواکۍ له ستونزو سره مخ دي.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم خوارځواکي د بې کیفیته خوړو زېږنده بولي او وایي، چې خوارځواکي د ټیټې ونې(قد) لامل کیږي.
د هغه په باور؛ د ۴۰ سلنه ماشومانو ونې له خوارځواکۍ څخه ټيټې پاټې شوې دي.
ملګري ملتونه هم په افغانستان کې د خوار ځواکۍ او د خوړو نه خوندیتوب ستره ننګونه بولي او له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د خوړو د خوندیتوب او له خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره مبارزه پیل کړي.
د خوړو د خدمتونو د پراختیا حرکت د همغږۍ مسوول ګیردا ویروبورګ د خوړو ستونزه او ټیټې ونې ګواښوونکې بولي او وایي، چې دا حالت باید په افغانستان کې نه وي. کوچنیان، نجوني او میرمڼي باید زمونږ د پرګرامونو په لومړیتوب کې وي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان استازی میک لورینس خوارځواکي د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي، چې اوس هم له هرو درې افغانانو یوه ته پوره خواړه نه رسیږي؛ خو مونږ ژمن یو، چې افغانان باید د خوړو خوندیتوب ولري.
د خوړو د خدمتونو د پراختیا نړیوال بنسټ په ۲۰۱۰ کال کې د څلورهېوادونو ترمنځ جوړشوی او تراوسه نږدې۶۰ هېوادونه یې د افغانستان په ګډون غړیتوب لري، چې موخه یې د ځوارځواکۍ له منځه وړل دي.
خبریال: فواد ناصري