تازه خبرونه

انس حقاني د امریکایي پوهنتون له دوه استادانو سره تبادله شوی ندی-طالبان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالب ویاند تائید کړه، چې د طالبانو د درې بندي غړیو او د افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو  تبادله نده شوې او همدارنګه قطر ته یې هم لیږد رالیږد ردوي.

د سې شنبې پر ورځ( د لړم ۱۴) ولسمشر اشرف غني د حکومتي مشرانو سره راڅرګند شو او د انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان د خوشې کیدو خبره یې وکړه، چې په وینا یې د افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د آزادیدو په بدل کې به خوشې شي؛ خو دا خبره تر اوسه نده عملي شوې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد آریانا نیوز ته په ډاګه کړې؛ ټاکل شوې وه، چې څلور ورځې مخکې انس حقاني، حافظ عبدالرشید او مالي خان قطر ته رالیږدول شوي وای او د پوهنتون استادان هم د افغانستان په خاوره کې امریکایانو ته تسلیم شوي وای؛ خو تر اوسه د ناڅرګندو دلایلو له  کبله دا معامله نه ده شوې.

طالب ویاند  قطر ته د  دې درې طالب چارواکو لیږد او بګرام ته یې بېرته رالیږد  هم ردوي.

 نوموړي زیاته کړې، چې دا درې کسان اوس هم په بګرام کې دي او د پوهنتون استادان هم له طالبانو سره.

د طالبانو د نظام د المپیک کمیتې رییس عبدالشکور مطمئن ویلي، چې د امدیکایي پوهنتون له دوه استادانو سره د ۸۰ طالبانو د تبادلې غوښتنه شوې وه؛ خو د افغانستان حکومت د درې کسانو د خوشې کولو امر ورکړ.

د هېواد لومړۍ میرمن رولا غني مني، چې د بندیانو تبادله نده شوې او په خبره یې د پوهنتون دوه استادان به هم خوشې نشي.

د امریکا د سولې په انستیتوت کې د هېواد لومړۍ میرمن تائیدوي، چې تر دې دمه په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون دوه استادان له درې طالب بندیانو سره تبادله شوي ندي او ښایي په خبره یې دوه استادان، چې یو یې امریکایي او بل استرالیایي دی؛ آزاد نشي.

رولا غني ويلي، نه پوهیږي، چې ولې د بندیانو تبادله ناکامه شوه.

نوموړې وایي: وضعیت ډېر پېچلی دی او ساده ندی. لکه مو، چې وویل دا کار ونشو. ډاډه نه یم، چې ولې دا کار ونشو؛ خو ښایي یوه لوري پر خپلو ژمنو عمل نه وي کړی او له بده مرغه به د امریکایي پوهنتون دوه استادان خوشې نشي.

امریکا، افغان حکومت او طالبان نه وایي، چې ولې د بندیانو دا تبادله ناکامه شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادوالو په کابل کې د جمعې پر ورځ(د لړم ۲۴) د طالب بندیانو د خوشې کیدو پر ضد اعتراضي لاریو تر سره کړ او وایي؛ حکومت د انس حقاني پر خوشې کولو، چې لسګونه هېوادوال یې وژلي؛ ستر ملي خیانت تر سره کړی دی.  

انس حقاني د  حقاني شبکې د رییس او د طالبانو د مرستیال سراج الدین حقاني ورور  دی. مالي خان هم د حقاني شبکې د مشر ماما او حافظ عبدالرشید هم د ځانمرګو بریدونو مسوولیت پر غاړه درلود. دې شبکې په افغانستان کې خطرناک، پېچلي او خونړي بریدونه تر سره کړي دي.

Trending

Exit mobile version