بلخ @ps

بلخ ته لیږدوونکي چرس په سمنګان ولایت کې نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 د سمنګان ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د دې ولایت پولیسو بلخ ولایت ته لیږدوونکي ۲۵ کیلو ګرامه  چرس کشف او نیولي دي.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ امنیت آمر سمونوال خوانی طاهري وایي، چې نن سهار امنیتي ځواکونو د تېلو په یو تانکر موتر کې ۲۵ کیلو ګرامه چرس کشف او نیولي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه چرس له بغلان ولایت څخه بلخ ولایت ته لیږدیدل، چې امنیتي ځواکونو د سمنګان ولایت د ایبکو په آق مزار سیمه کې ونیول.

تر دې دمه د د چرسو د لیږدوونکیو په اړه څه نه دي ویل شوي.

Trending

Exit mobile version