Connect with us

تازه خبرونه

اوس له پاکستان سره پر دیورند کرښې د خبرو وخت ندی- د سرحدونو وزارت

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سرحدونو او قبایلو وزارت مسوولینو ویلي، چې اوس له پاکستان سره پر دیورند کرښې د خبرو وخت ندی.

د هېواد په ختیځ کې غزیدلې دیورند کرښه، چې له کلونو– کلونو راپدیخوا پرې افغانان او پاکستانیان وران دي؛ پاکستانیان یې حل شوې مساله ګڼي، خو افغانان یې فرضي کرښه بولي.

د سرحدونو او قومونو چارو وزیر دا خبرې وروسته له هغې کړي، چې د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور تېره ورځ د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور د مري د سولې په ناسته کې ویلي وه، چې د افغانستان د اوبو پر وېش، ترانزیت او دیورند کرښې دې ټولپوښتنه ترسره شي.

سرحدونو چارو وزیر عبدلوحید خاورې دې خبرې په غصه کړی او وایي؛ دیورند تر هغې ستره مساله ده ، چې پر دغو وړو خولو یادیږي؛ ځکه، چې حکومتونه د دې خبرې صلاحیت نلري.  

د نوموړي په وینا، دا د حکومتونو او افرادو واک ندی، چې پر دیورند کرښې خبرې وکړي، بلکې په وینا یې باید د دواړو لوریو ولسونه په دې اړه پرېکړه وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې ټولپوښتنه هغه وخت تر سره کیدی شي، چې په هېواد کې امن وي؛ اوس پاکستان هم ناامنه دی.  

افغانستان کله هم دیورند کرښه پر رسمیت نده پېژندلې؛ خو پاکستان یې حل شوې مساله یادوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سید نوید امیري وایي، چې لومړی باید د افغانستان د سولې سکالو(موضوع) روښانه او وروسته بیا پر دیورند کرښې خبرې وشي. د پاکستان او افغانستان خلک دواړه پوهیږي، چې د دیورند کرې لر او بر سیمې د چا دي!          

مخکې لدې پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل حکومت پر مهال ویلي وه، چې که د افغانستان – پاکستان سرحدي لانجې د دیورند کرښې د په رسمیت پېژندلو لپاره وي؛ نو دا کرښه به دمګړۍ رسمیت ونه مومي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!