تازه خبرونه

اوس هم له طالبانو سره د سولې هوکړه شونې ده- پمپیو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو له سي ان ان سره په تازه څرګندونو کې ويلي؛ امريکا اوس هم له طالبانو سره د سولې هوکړې ته هیله مندي لري، خو په دې شرط، چې طالبان خپله رښتینوالی ثابت کړي.

ښاغلي پومپیو ویلي؛ لکه، چې تاسې ولیدل که طالبان په خپلو کړنو کې رښتیني نشي؛ دونالد ترمپ به پرې فشارونه هم روان وساتي.

پرون ولسمشر ترمپ په یوه تویت کې ولیکل، چې په کمپ دیود ‌کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره خبرې لغو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو خبرې یې ودرولې.

پمپیو د خلیلزاد په اړه هم ویلي؛  هغه کور ته راځي او زه تمه لرم، چې طالبان به خپل چلند بدل او د تېرو څو میاشتو خبرو ته ځان ژمن کړي او په پای کې هیله لرم، چې د خبرو اترو د لړیو له لارې مسله آواره شي. دغه راز تمه ده، چې طالبان له افغان حکومت او ولسمشرغني سره خبرو حاضر شي.

پامپیو هم ویلي، چې د سولې هوکړې ته څو ګامه پاتې ول او اوس هم دا هوکړه لرو؛ خو اړینه ژمنه نده، بلکې پر ژمنو عمل دی.

هغه د ترم له پرېکړې پلوي وکړه او څرګنده یې کړه، چې طالبان د خپلو بدو کړنو لپاره د مکافاتو وړ ونه ګڼل شول؟  

په قطرکې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دونالد ترم تویتونه حیرانوونکي بولي او وایي، چې څو ورځې وړاندې مو د امریکایي پلاوي سره د سولې هوکړه وروستۍ کړه، متن یې د دواړو پلاویو د مشرانو له خوا په نښه او د قطر لوري ته وسپارل شو. ټول پرې راضي وو او پدې اتفاق وشو، چې د قطر هېواد به یې اعلان کوي.

Trending

Exit mobile version