تازه خبرونه
اوس هم طالبان له نورو ډلو سره پیاوړې اړیکې لري- ادریس زمان
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ادریس زمان د اروپا د وزیرانو شورا په ۲۶ ناسته کې زیاته کړې، چې طالبان د ټولو ترهګرو ډلو په سر کې دي او د خپلو مالي وړتیاوو د لوړولو لپاره له بهره تمویلیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: طالبان د ټولو نړیوالو ترهګر ډلو اصلي شریکان دي، چې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه تر سره کوي. اوس هم د طالبانو، القاعده او نږدي ۲۱ ډلو تر منځ اړیکې شته.
نوموړي ویلي؛ د طالبانو د تمویل لویه سرچینه کانونه، نشه یي توکي او له بهره تر لاسه کیدونکې مرستې دي، چې د دوی جنګي ماشین یې روان ساتلی دی.
هغه په ډاګه کړې، چې طالبان د نشه یی توکو د کاروبار، د کانونو د خپلسرو کیندنو، باج اخیستو او له بهرنیو مرستو څخه ګټه اخلي او د سولې په اړه زمونږ لیدلوری دا دی، چې په افغانستان کې جګړه د سیاسي خبرو اترو له لارې پای ته ورسیږي.
ښاغلی زمان د افغانستان د روانې جګړې د پای یوازنۍ لار سیاسي خبرې اترې ګڼي او د سیمې د هېوادونو له هڅو هرکلی کوي، چې په وینا یې د سولې خبرو اترو د بیا پیل لپاره یې تر سره کړي دي.
طالبانو تر دې دمه د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې څه ندي ویلي.