تازه خبرونه

اوس هم په ودانیزو پروژو کې بهرني تولیدات کارول کیږي

Published

on

یوشمېر صنعت کاران وايي چې په ځینو ودانیزو پروژو کې لاهم بهرني تولیدات کارول کېږي.

دغه صنعت کاران د تدارکاتو ملي اداره تورنوي چې کورنیو تولیداتو ته یې لومړیتوب ندې ورکړې او د تدارکاتي طرزالعمل خلاف، قراردادونه تړي. خو د تدارکاتو ملي ادارې مسوولین بیا دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او ټینګار کوي چې د ولسمشر د حکم پر بنسټ، کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

په هېواد کې د اوسپنې د ویلې کولو کارخونو مسوولین لاهم په یوشمېر پروژو کې د بهرنیو تولیداتو له کارېدو څخه اندېښمن دي. دغه صنعت کاران وايي، چې د تدارکاتو ملي اداره د تدارکاتي طرزالعمل خلاف قراردادونه کوي چې پر بنسټ يې په پروژو کې بهرني تولیدات کارول کېږي.

شهاب وردک، د اوسپنې د ویلې کولو ټولنې غړی، وایي: “موږ ګورو چې د تدارکاتو په کمیسیون کې ځیني کمیشن کاران د کورنیو تولیداتو ترنامه لاندې قرار دادونه اخلي، خو په پروژو کې له بهرنیو توکو ګټه اخستل کیږي، کورني تولید ته دا خورا لوړه ضربه ده.”

خو د تدارکاتو ملي ادارې مسولین بیا د خصوصي سکتور دغه ادعاوې ردوي او زیاتو چې د ولسمشر د حکم له مخې ټولې دولتي ادارې مکلفې بلل شوې دي ترڅو له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي. د دې ادارې مسوولین ټینګار کوي چې په دې تړاو يې د اوسپنې د ویلې کولو د ټولنې له مسوولینو سره هم خبرې کړې دي.

الهام هوتکي، د تدارکاتو د ملي ادارې رییس، وایي: “کوم قراردادونه چې زموږ د ادارې لخوا د هغوې تسهیلات کیږي، ترڅو چې دوې موږ ته هغه خط رانوړې، موږ هغوې سره قرارداد پرمخ نه وړو.”

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي که په دولتي قراردادونو کې کورني تولیدات وکارول شي، هېواد به په چټکۍ سره له اقتصادي ناورین څخه خلاصون ومومي.

Trending

Exit mobile version