تازه خبرونه
اوس هم په ودانیزو پروژو کې بهرني تولیدات کارول کیږي
دغه صنعت کاران د تدارکاتو ملي اداره تورنوي چې کورنیو تولیداتو ته یې لومړیتوب ندې ورکړې او د تدارکاتي طرزالعمل خلاف، قراردادونه تړي. خو د تدارکاتو ملي ادارې مسوولین بیا دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او ټینګار کوي چې د ولسمشر د حکم پر بنسټ، کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.
په هېواد کې د اوسپنې د ویلې کولو کارخونو مسوولین لاهم په یوشمېر پروژو کې د بهرنیو تولیداتو له کارېدو څخه اندېښمن دي. دغه صنعت کاران وايي، چې د تدارکاتو ملي اداره د تدارکاتي طرزالعمل خلاف قراردادونه کوي چې پر بنسټ يې په پروژو کې بهرني تولیدات کارول کېږي.
شهاب وردک، د اوسپنې د ویلې کولو ټولنې غړی، وایي: “موږ ګورو چې د تدارکاتو په کمیسیون کې ځیني کمیشن کاران د کورنیو تولیداتو ترنامه لاندې قرار دادونه اخلي، خو په پروژو کې له بهرنیو توکو ګټه اخستل کیږي، کورني تولید ته دا خورا لوړه ضربه ده.”
الهام هوتکي، د تدارکاتو د ملي ادارې رییس، وایي: “کوم قراردادونه چې زموږ د ادارې لخوا د هغوې تسهیلات کیږي، ترڅو چې دوې موږ ته هغه خط رانوړې، موږ هغوې سره قرارداد پرمخ نه وړو.”
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي که په دولتي قراردادونو کې کورني تولیدات وکارول شي، هېواد به په چټکۍ سره له اقتصادي ناورین څخه خلاصون ومومي.