تازه خبرونه

غور کې د فوټبال سټیدیوم رغونې کار پیل شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۸, ۱۳۹۹)

د غور ولایت په مرکز چغچران ښار کې د فوټبال د سټیډیوم د رغونې دویم پړاو کار پیل شو.

د غور ولایت د فوټبال فدراسیون چارواکو د دوشنبې پر ورځ د یادې پروژې د کار دویم پړاو تیګه کیښوده.

د یاد سټیډیوم د لومړي پړاو د رغونې چارې، چې لوبو لپاره د شنه ډګر جوړول و، په کال ۲۰۱۹ کې پای ته رسیدلي.

د دغې پروژې ټول لګښت ۴۰ میلیون افغانې کیږي چې د هندوستان حکومت لخوا ورکول کیږي، چې د څوکیو، جامو خونو، تشنابونو او محافظتي دیوالونو د جوړولو لګښټ په کې ښکیل دې

Trending

Exit mobile version