تازه خبرونه
اوس هم د تېرو ټاکنو تور سیوری حس کیږي-عبدالله عبدالله
اجرائیه رییس وایي، اوس هم د تېرو ټاکنو تور سیوری د هېواد په ګوټ ګوټ کې احساس کیږي؛ خو د ولسي جرګې او ولسمشرۍ په ټاکنو کې به د خلکو د حق د ورکړې لپاره جدي هڅې تر سره شي.
د افغانستان په ټاکنو کې د ښځو د ونډې د څرنګوالي په اړه د جوړې شوې غونډې پر مهال اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وویل، چې اوس هم د تېرو ټاکنو تور سیوری حس کیږي او په راتلونکې کې د رڼو ټاکنو لپاره هڅې روانې دي، چې د بې عدالتیو مخه پرې ونیول شي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، چې: جنګ د هغو ډلو تر منځ دی، چې ټاکنو ته ډاډ من ندي؛ مونږ د رڼو ټاکنو لپاره مبارزه کوو.
ټاکنو کمیسیون هم رڼې ټاکنې د بې باوریو د له منځه وړلو لپاره اړینې بولي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد وایي، چې: یوازې عدالت او مساوات مو معیار دی؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون له هیچا سره سلیقوي کړنه تر سره کوي. که ښځه وي او که نرینه یا د شمال وي که د جنوب.
ناامني د ټاکنو په وړاندې لوی سرخوږی دی؛ خو کورنیو چارو وزارت وایي، ناامني د ټاکنو مخه نه شي نیولی.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي: تاسې ته ډاډ درکوم، چې د بشري ځواک په ګډون وسلې مهمات، تجهیزات، ځمکني او هوایي ځواکونه ټول ستاسې د ساتنې او ژغورنې لپاره دي.
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ټاکل شوي، چې د تلې پر ۲۸ تر سره شي؛ خو اوس هم ناامني د یوې سترې ستونزې په توګه یو خنډ پاتې دی.