تازه خبرونه

بیات بنیاد د ستارکي موسسې د بشر دوستۍ نړیواله جایزه ترلاسه کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ستارکي موسسې د بشر دوستۍ نړیواله جایزه بیات بنیاد ته د دې له کبله ورکړ شوې، چې په افغانستان کې یې د ګڼو سره د سمعکو یا غوږیو د پام وړ مرستې کړې دي.

د ستارکي بنیاد، چې له ګڼو سره د هغوی د اوریدو په حس کې تخنیکي او طبي مرستې کوي، د بشر دوستۍ نړیواله جایزه یې دا ځل د بیات بنیاد رييس او د هغه میرمنې لیا بیات ته ورکړه.

بیات بنیاد په افغانستان کې له ګڼو سره د سمعکو یا غوږیو مرسته کوي، چې د کڼو د اوریدو حس ور سره ژوندی کیږي.

بیات بنیاد ته د ستارکي د بشردوستۍ نړیواله جایزې د ورکړې مراسم د امریکا د مینه سوتا ایالت په سینت پال ښار کې تر سره شول. په دغو مراسمو کې د امریکا دوه څلويښتم ولسمشر بل کلنتن او یو شمېرو مهمو چارواکو ګډون کړی و.

نوموړي په ډاګه کړې؛ مونږ دلته راټول شوي یو، چې د خپل باور له مخې له هغو کسانو سره پر مرسته کولو فکر وکړو، چې ناهیلي شوي دي. مونږ د خلکو د پیوستون لپاره کار کوو؛ نه دا، چې هغوی یو له بله بېل کړو.

د بیات بنیاد رييس احسان الله بیات وايي؛ دا د افغانستان لپاره ستر ویاړ دی، چې د ستارکي موسسې د بشردوستۍ جایزه تر لاسه کوو.

ښاغلي بیات څرګنده کړې؛ زه او زما میرمن ویاړو، چې د ستارکي د بشر دوستۍ نړیواله جایزه تر لاسه کوو. ما او زما میرمنې په دوه زره شپږم کال کې بیات بنیاد جوړ کړ. مونږ ساده؛ خو لوی ارمان درلود. هغه دا، چې د اړو کسانو لپاره مو لومړنۍ روغتیايي، روزنیزې مرستې برابرې کړو او په ژوند کې یې مثبت بدلون راولو.

بیات بنیاد او ستارکي بنیاد څلور کاله پخوا په افغانستان کې پر کڼو د سمعکو یا غوږیو وېشلو پروګرام پیل کړ.

د بیات بنیاد لوی مشر احسان الله بیات زیاته کړې، چې بیات بنیاد او ستارکي بنیاد تر منځ همغږۍ او دوامداره هڅو په افغانستان کې زرګونه هغو کسانو ته د اوریدو وسایل برابر کړل، چې تر دې د مخه یې د اوریدو حس یا له کاره لویدلی و او یا هم په اوریدو کې یې ستونزې لرلې. دا یو په زره پورې ماموریت و، چې مونږ له خپلو ملګرو سره پرې کار وکړ او په پایله کې مو له افغانانو سره مرسته وکړه او د هغوی په ژوند کې مو مثبت بدلون راوست.

د بیات بنیاد د پروژې مسووله لیا بیات په ډاګه کړې، چې بیات بنیاد او ستارکي په ګډه له هغو زرګونه افغانانو سره مرسته وکړه، چې په لیرې پرتو سیمو کې اوسیدل او د اوریدو حس یې ستونزې درلودې. کله، چې مونږ خلکو ته د ښه، صحي او علمي ژوند کولو زمینه برابروو؛ نو دا نه یوازې له فرد سره مرسته ده، بلکې دا له کورنیو، ټولنې او افغانستان سره هم مرسته شمېرل کیږي.

بیات بنیاد او ستارکي بنیاد په تېرو څلور کلونو کې له څلور زره کسانو سره د سمعکو یا غوږیو مرسته کړې، چې د اوریدو حس یې له کاره لویدلی و.

دا پروګرام په کابل، هرات، بلخ، کندهار، او ننګرهار کې پلی شوی دی.

Trending

Exit mobile version