تازه خبرونه
بیات بنیاد کڼو ته د غوږۍ وېشلو پېنځم پړاو پیل کړ
په کابل کې د بیات بنیاد او ستارکي بنسټ له لوري کڼو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د برښنایي غوږۍ د وېش څلور ورځنی پېنځم پړاو پیل شو.
په دې پړاو کې به۱۵۰۰ کڼو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته برښنایي غوږۍ ووېشل شي. دغه لړۍ به څلور ورځې روانه وي.
د بیات بنیاد مسوولینو ویلي؛ له دې کاره مو موخه هغو بېوزلو کڼو ته د اوریدو د برښنایي غوږیو وېش دی، چې د بېوسۍ له کبله خپله درملنه نشي کولی او د دغې غوږۍ د پېریدلو وس نلري.
د بیات بنیاد لوی مشرانجنیر داکتر احسان الله بیات وایي: مونږ چمتو یو، چې په راتلونکیو کلونو کې خپل نورهېوادوال هم د اوریدو له نعمته برخمن کړو.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ بیات بنیاد له ۲۰۱۴ زیږدیز کال راپدیخوا کڼو کسانو ته، چې ډېره برخه یې ماشومان دي ۸۵۰۰ د اوریدو غوږۍ وېشلې دي.
له بېوزلو هېواد والو سره د بیات بنیاد دغه مرسته تل د هېواد د عامې روغتیا وزارت له تاوده هرکلي سره مخ شوې ده.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز څرګنده کړې، چې مونږ د خیریه ټولنو مرستو ته اړ یو؛ بیات بنیاد بریالی شوی، چې کڼو ته د اوریدو زرګونه غوږۍ ووېشي. دغه بنسټ تل د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره مرسته کړې او مونږ یې له ټولو مرستو مننه کوو.
ویل کیږي، چې د اوریدو دغه غوږۍ یو کال ضمانت لري او که په همدې بهیر کې له کومې ستونزې سره مخ شي؛ د بیات بنیاد روغتیایي ډله به یې بیا جوړه او روغه وروسپاري.
دغه راز د ولسمشر غني میرمن رولا غني له نورو خیریه بنسټونو هم غوښتنه کړې، چې له حکومت سره په اړوند برخو کې همکاري وکړي.
د ولسمشر د میرمنې سلاکاره زهره یوسف څرګنده کړې، چې: بیات بنیاد له پیله په بېلابېلو برخو کې خیریه چارې تر سره کړې دي.
د بیات بنیاد مسوولینو ویلي، چې دغه بهیر به په راتلونکیو کلونو کې هم روان وساتل شي او د هېواد ټول کاڼه په ځانګړي توګه ماشومان به د دغو بنسټونو له غوږیو او مرستو برخمن شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام څلور پړاوونه لري او په وروستي پړاو کې پر کڼو د اوریدو غوږۍ وېشل کیږي.