تازه خبرونه

بیات بنیاد د کابل په لومړۍ ناحیه کې اړو کورنیو ته مرستې ووېشلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد د کابل په لومړۍ ناحیه کې پر لسګونه اړو کورنیو، خوراکي توکي، جامې او کمبلې ووېشلې.

د ژمي سړو څپو په کابل کې بېوزله کورنۍ له سخت کړاو سره مخ کړي؛ دوی د خونو تودولو لپاره لازم امکانات نلري او ماشومان یې د سړې هوا له کبله ریږدي.

بیات بنیاد د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل په لومړۍ ناحیه کې پر لسګونه اړو کورنیو خوراکي توکي، کمبلې او جامې ووېشلې.

 د بیات بنیاد لوي مشر انجنیر احسان الله بیات وايي؛ په دغو شرایطو کې دغه مرستې کولی شي، چې د اړو کسانو ستونزې لږ تر لږه را کمې کړي.

ښاغلي بیات له نورو بډایو او سوداګرو وغوښتل، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد غواړي خپلې ژمنۍ مرستې له کابل څخه نورو ولایتونو ته هم وغزوي.

د بیات بنیاد له مرستو برخمن شوې کورنۍ د خوښۍ څرګندونو تر حنګ وايي، چې د ژمي په دې ساړه موسم کې دغه راز مرستو ته جدي اړتیا لرو.

بیات بنیاد د کار له پیل راپدیخوا په کابل او ولایتونو کې یو شمېر ښوونځيو، روغتونونو ته ودانۍ جوړې کړي او له لابراتوارونو یې برخمن کړي دي. دغه راز کتابتونونه یې جوړ کړي  او جوماتونه یې رغولي، چې د مسوولینو په وینا دغه ډول مرستې خلکو او هېواد ته اړینې دي.

Trending

Exit mobile version