تازه خبرونه
بیات بنیاد په بغلان کې د خوراکي توکو، درسي او سپورتي وسایلو مرسته کړې
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي؛ د ولسمشر لخوا د ښار جوړونې وزارت ته د پروژو سپارل قانوني کړنه نه ده او دا وزارت یې د پلي کولو واک و ځواک نه لري او نه دا کار کولی شي.
ولسمشر یو حکم کړی، چې له مخې یې د شپږ پنځوس پراختیایی پروژو عملي مسوولیت د ښار جوړونې وزارت ته سپارل شوی دی.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی عبدالستار خواصي د ولسمشر دا اقدام د قانون ښکاره نقض بولي او وایي، چې دا وزارت د دې توان نه لري، چې پراختیایی پروژې د هېواد په ګوټ ګوټ کې پلې اوعملي کړي.
د نوموړي په وینا؛ بودجه خپله قانون دی او ولسمشر د قانون خلاف بودجه بدله کړې او د بودجې تشکیلاتي جوړښت او نور مسایل یې د ښار جوړونې وزارت ته لیږدولي دي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې فوزیه کوفي وایي، چې ولسي جرګې بېلابېلو وزارتونو ته بورجه بېله کړې؛ دا به قانوني نه وي، چې د یو وزارت کار بل وزارت ته وسپارل شي.
د نوموړې په وینا؛ هر وزارت د خپل مکلفیت له مخې ولسي جرګې ته ځواب ورکوونکی دی.
د ښار جوړونې او اقتصاد وزیران او د مالیې وزارت مرستیال د ولسمشر د دغه حکم په تړاو د ولسي جرګې نننۍ ناستې ته ورغلي الو په دې اړه د جرګې غړیو ته سپیناوی کوي.
د ښار جوړونې وزیر سید سادات منصور نادري وایي، دا کار د پروژو په چارو کې د آسانتیا لپاره را منځته شوی او دا وزارت د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بېلابېلو پروژو د پلي کيدو واک و ځواک لري.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د ولسمشر حکم دغه پیچلې ستونزه آسانه کړې اغو پرېکړه به یې د پروژو په اړه ډېره ګټوره وي.
هغه زیاتوي زمونږ موخه او لومړیتوب د پروژو په پلي کولو کې څرنګوالی، پاملرنه، روڼتیا او د عمل چټکتیا ده. مونږ نه غواړو، چې پروژې بې کیفیته پلې شي.
د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد په ډاګه کړه، چې د کارونو د ګټور مدیریت لپاره دا پرېکړه شوې.
هغه زیاتوي، د ملي برنامو د پلي کولو لپاره د یو چتر لرل یو اړینه اړتیا ده.
مخکې له دې بودجوي بنسټونو د پراختیایي پروژو د عملي کیدو مسوولیت په غاړه درلود او وړم تېر کال د کابینې اووه وزیران؛ ځکه سلب صلاحیت شول، چې د ولسي جرګې د غړیو په وینا د څلورنوییم مالي کال پراختیایی بودجه یې لږ مصرف کړې وه.
خبریال: رفیع صدیقي