تازه خبرونه

بیات بنیاد په کابل کې لسګونه کورنیو ته خوراکي توکي او جامې ووېشلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې د کابل د امید سبز ښارګوټي پر لسګونه کورنیو خوراکي توکي او جامې ووېشلې.

د ژمي په سړه هوا کې هغه بېوزلي، چې د سر سیوری هم نه لري، له بېلابېلو ستونزو سره مخ کیږي. دوی سترګې پر لار وي، چې یو څوک ور سره مرستې وکړي.

د همدغو بېوزلو ځینو کورنیو د کابل په امید سبز ښارګوټي کې د بیات بنیاد مرستې تر لاسه کړې.

 د بیات بنیاد لوی مشر انجنیر احسان الله بیات د دې مرستو د وېش پر مهال وویل، که څه هم د اړمنو د اړتیاوو پوره کولو لپاره دا مرستې لږ دي؛ خو دوی هڅه کوي، چې د مرستو لمن نوره هم پراخه شي.

ښاغلي بیات په کور دننه او بهر له شتمنو او بډایو خلکو وغوښتل، چې له اړمنو او بېوزلو مرستو ته را ودانګي.

ځینې کورنۍ، چې د بیات بنیاد مرستې یې تر لاسه کړي، خوښې ښکاري او داسې وایي.

د امید سبز ښارګوټي اوسیدونکی وایي، چې مونږ ډېر اړ خلک یو؛ دا ژوند ندی، کور نلرو، اولاد مو تودې جامې نلري. دغه مرستې مو ډېر ډاډمنوي.

د امید سبز ښارګوټي یو بل اوسیدونکی وایي، چې دغه کمبله او دا خوراکي توکي ډېر څه دي، چې زه او زما کورنۍ یې ترې په دې سړه هوا کې برخمن کړو.

بیات بنیاد هر ژمي د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلکو ته مرستې وېشي.

دغه راز دغه بنیاد د نورو برخو لکه د ښوونځیو، کلینیکونو او ورزشي لوبغالو په جوړولو کې هم ونډه اخیستې ده او د طبیعي پېښو زیانمنو شویو سره یې هم مرستې کړې دي.

Trending

Exit mobile version