تازه خبرونه

بیات بنیاد د کابل په کمپنۍ کې لسګونه کورنیو ته خوراکي توکي او جامې ووېشلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد په داسې حال کې، چې سړې هوا د خلکو ژوند تریخ کړي؛ د خپلو بشر دوستانه مرستو په لړ کې د کمپنۍ د اړوند سیمې لسګونه کورنۍ د خوراکي توکو او جامو له مرستې برخمنې کړې.

د بیات بنیاد رییس انجنیر احسان الله بیات وایي؛ د ژمنیو مرستو موخه دا ده، چې په هېواد کې دننه او بهر پانګوال او شتمن کسان له اړمنو کسانو سره مرسته کولو ته وهڅول شي.

 په همدې حال کې د کابل په لویدیځ کې بېوزلې کورنۍ وایي، دا مهالنۍ مرستې ډېرې ګټورې دي.

د کابل ښار ځینې اوسیدونکي، چې مرستو ته سخت اړ دي، د بیات بنیاد له ژمنیو مرستو برخمن شول.

بیات بنیاد هر کال په ژمي کې اړمنو او بېوزلو کسانو ته بشردوستانه مرستې  برابرې کړي او له څو کلونو راپدیخوا یې زرګونه اړمنو کسانو ته مرستې برابرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version