تازه خبرونه

بیات بنیاد د کابل په قمبر څلورلاري کې اړو کورنیو ته البسه او خوراکي توکي ووېشل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد له اړو کسانو سره د ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل ښار د قمبر څلورلاري لسګونه اړې کورنۍ له خپلو مرستو برخمنې کړې.

بیات بنیاد، چې په هر ژمي کې له اړو کورنیو سره د مرستو تابیا نیسي دا ځل یې د کابل په قمبر څلورلاري کې پر لسګونه اړو کورنیو البسه او خوراکي توکي وویشل.

په کابل کې د سړې هوا څپو د هغو کورنیو ژوند له کړاو سره مخ کړی، چې د خوراک او پوښاک لپاره مناسب څه نلري.  

 د بیات بنیاد لوی مشر انجنیر احسان الله بیات وايي، که څه هم دغه مرستې د اړو کسانو ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولی؛ خو له اړو کسانو سره به دغه مرستې روانې ساتو.

ښاغلی بیات په کور د ننه او بهر له شتمنو او سوداګرو غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

هغه کورنۍ، چې د بیات بنیاد له مرستو برخمنې شوې دي؛ له بیات بنیاد څخه مننه کوي.

د امید سبز ښارګوټي اوسیدونکي پر نورو شتمنو هم غږ کوي، چې له اړو کسانو سره د ژمي په دې سختو او سړو شپو ورځو کې مرستې وکړي.

بیات بنیاد هر کال په په ټول افغانستان کې له اړو کسانو سره بشردوستانه مرستې کوي؛ مرستې یې په ژمي کې زیاتیږي او ولایتونو ته یې هم لمن پراخیږي.

Trending

Exit mobile version