تازه خبرونه

بیات بنیاد د کابل له بیځایه شویو او مهاجرینو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د روژې په مبارکه میاشت کې بیات بنیاد د کابل  له یو شمېر بیځایه شویو او مهاجرینو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي، چې دا مرسته د روژی په میاشت کې پر یو شمېر اړمنوکورنیو وېشل شوې او د مرستو دا لړی به ولایتونو ته هم وغزول شي.

د جګړی بیڅایه شوي او مهاجرین د نړۍ له مرسته کوونکیو بنسټونو غواړي، چی له جګړه ځپلیو او اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

بیات بنیاد لومړنی خیریه بنسټ دی، چې له بیځایه شویو سره د مرستی لباره یې ورودانګل، چې دا اړمنی کورنی له نږدی وګوري. بیات بنیاد له دی کورنیو سره له اوړو، غوړیو، وریجو نیولې تر حبوباتو، مکروني او همدارنکه ماشومانو لپاره ځواکمن خوراکي توکو مرسته وکړه.

بیات بنیاد د مرستو لړی به د کابل او ولایتونو اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندی راولي او په بام کې ده، چې د مرستو دا لړۍ به د روژې په مبارکه میاشت کې روانه وي.

جګړه او ناوړه اقتصادي حالت د دې سبب شوی، چی یو شمېر کورنۍ له خپلو کورونو کډوالی ته اړشي.

بیات بنیا د هرکال د بېړنیومرستو اعلانولو په ترځ کې د هېواد په بېلا بېلو سمیو کې له اړو کورنیوسره مرستې کوي.

Trending

Exit mobile version