تازه خبرونه

بیات بنیاد د کابل ښار له یو شمېر اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد د کابل ښار په یوه لرې پرته سیمه کې له اړمنو کورنیو سره د ځواکمنو خوراکي توکو مرسته وکړه.

د بیات بنیاد مرستیال وایې، د روژې د مبارکې میاشتې په لړ کې دا ځل د کابل ښار له یو شمېر بېوزله کورنیو سره اوړو، غوړيو، لوبیا، چای، بورې او نورو خوراکې توکو مرسته وشوه.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وایي، چې دغه مرستې بې سرپرسته کورنیو ته ورکول کیږي، چې په دغو مبارکو ورځو کې یې لاسنیوی وشي.

هغه اړمنې کورنۍ، چې مرستې یې ترلاسه کړې څرګندوي، چې نور مرسته کوونکې بنسټونه هم باید دې ته ورته مرستې له دوی سره مرسته وکړي.

دغه اړمنې کورنۍ د بېوزلۍ پر زیاتوالي او د کار و بار پر نشتون هم اندېښنه ښيي.

هره روژه بیات بنیاد د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له یو شمېر اړمنو کورنیو سره د بېلا بېلو توکو مرسته کوي.

Trending

Exit mobile version