تازه خبرونه

بیات بنیاد او ستارکي موسسې پر کڼو د اوریدو سلګونه آلې ووېشلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د شنبې پر ورځ( د تلې ۲۰) بیات بنیاد او ستار کي موسسې د خپل شپږم پړاو بشري مرستو په لړ کې د اوریدو سلګونه آلې پر کڼو ووېشلې.

 په دغه پړاو کې یو زر او پېنځه سوه هغه کسان تر پوښښ لاندې راځي، چې د نه اوریدو ستونزه لري.

 د بیات بنیاد موسس او لوی مشر انجنیر احسان الله بیات ويلي؛ د دغه پروګرام له لارې غواړي له هغو کسانو سره د اوریدو د آلو مرسته وکړي، چې د بېلا بېلو دلایلو له کبله کاڼه شوي دي.

ښاغلي بیات څرګنده کړې؛ په راتلونکیو کلونو کې به په دې برخه کې مرسته زیاته کړي او ګڼ شمېر کسان، چې د نه اوریدو ستونزې لرې، د اوریدو له آلې برخمن شي.

پېنځه شپېته په سلو کې هغه کسان، چې د اوریدو دغه آلې یې پخوا تر لاسه کړي اوس کولی شي، په ښه توګه غږ واوري او خبرې وکړي.

د منځنۍ آسیا او شمالي افریقا لپاره د ستارکي موسسې انکشافي مدیر برندن وايي، چې د کڼو لپاره د اوریدو دغه آلې په نړیوالو معیارونو جوړې شوې دي.

د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون رييس نادر نادري د بیات بنیاد  له دغو هڅو ستاینه کوي او بشردوستانه مرسته یې ګڼي.

هغه وايي، چې نور بنسټونه باید د بیات بنیاد دغه پروګرام د ځان لپاره بېلګه وټاکي.

سیما، چې پخوا یې نه اوریدل او په خبرو کولو کې یې ستونزه درلوده؛ یو کال مخکې یې د بیات بنیاد د دغه پروګرام له لارې د اوریدو آله تر لاسه کړې او په دې اړه وایي، چې اوس کولی شي په سمه توګه واوري، خبرې وکړي او ورځنۍ چارې سمبالې کړي.

د بیات بنیاد په دې پروګرام کې هغه کسان، چې نه اوري،له بېلا بېلو پړاوونو تېریږي؛ معاینه کیږي، غوږونه یې پاکیږي، قالب یې اخیسل کیږي او بیا آله ورکول کیږي.

د بیات بنیاد د څرګندونو له مخې؛ د دغه پروګرام له لارې له دوه زره څوارلسم کال څخه تر دوه زره نولسم کال پورې پر اووه زره او اته سوه کسانو، چې بېلا بېل عمرونه لري د اوریدو آلې وېشل شوې دي. 

Trending

Exit mobile version