Connect with us

تازه خبرونه

بیات بنیاد له استقلال روغتون سره د درملو او خوراکي توکو مرسته وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد د خپلو ژمني مرستو د وېش په لړ کې له استقلال روغتون سره د څو قلمه درملو او خوراکي توکو مرسته تر سره کړه.

جګړه، ناامني او بد اقتصادي وضعیت د دې سبب شوی، چې زرګونه هېوادوال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې  له بد حالت سره مخ شي.

بیات بنیاد یو مرستندوی بنسټ دی، چې تل یې له هېوادوالو سره بېلابېلې مرستې کړي او دا ځل یې له استقلال روغتون سره د څو قلمو درملو او خوراکي توکو مرسته وکړ.

د بیات بنیاد د مرستو زیاتره درمل سوځیدونکیو او جراحي ناروغانو ته ځانګړي شوي، چې ډېر خلک یې د پېرلو وس نلري.

 د بیات بنیاد لوی مشر احسان الله بیات وایي؛ دا څویم ځل دی، چې له دې روغتون سره په بېلابېلو برخو کې مرستې شوي او دا مرستې روانې ساتل شوې دي.

د ښاغلي بیات د څرګندونو له مخې؛ استقلال روغتون یو له هغو روغتونونو څخه دی، چې خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې مخکښ دی او په عصري توګه کارکوی. مونږ هم نیاکخته یو، چې په تېرو څو کلونو کې له دې روغتون سره د وړو ماشومانو د سړو خونو په څانګه کې هماري لرو او د خپل وس له مخې مو ورسره د بورسیو مرذسته هم کړې ده.

د بیات بنیاد رییس احسان الله بیات له سوداګرو وغوښتل، چې په دې بهیر کې ونډه واخلي.

د استقلال روغتون مسوولین وایي، بیات بنیاد څو ځله له دې روغتون سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې او هغه درمل، چې دا ځل مرسته شويٍ؛ کولی شي د هغو هېوادوالو ستونزې حل کړي، چې د درملو د پېرلو وس نلري.

د استقلال روغتون د سوځېدنې جراحۍ مسوول ویلي: مونږ ډېرې تدارکاتي ستونزې لرو او اړ یو، چې ناروغان یو شمېر درمل وپېرې.

دغه راز ځینې هېوادوال، چې له بېلابېلو ولایتونو یې دې روغتون ته ناروغان راوړي وایي، چې بیات بنیاد له خلکو سره یوازنی مرسته کوونکی بنسټ دي او ان ولایتونو ته د خپلو مرستو لړۍ رسوي.

بیات بنیاد هر کال د هېواد په ګوټ ګوت کې له اړو کسانو او کورنیو سره د لومړنیو خوراکي توکو او بشردوستانه چارو مرستې کوي. دا مرستې په ژمي کې ډېریږي او له څو کلونو راپدیخوا یې سلګونه زره کسان له خپلو مرستو برخمن کړي دي.

Advertisement

تازه خبرونه

د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!