تازه خبرونه
بیات بنیاد له استقلال روغتون سره د درملو او خوراکي توکو مرسته وکړه
جګړه، ناامني او بد اقتصادي وضعیت د دې سبب شوی، چې زرګونه هېوادوال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له بد حالت سره مخ شي.
بیات بنیاد یو مرستندوی بنسټ دی، چې تل یې له هېوادوالو سره بېلابېلې مرستې کړي او دا ځل یې له استقلال روغتون سره د څو قلمو درملو او خوراکي توکو مرسته وکړ.
د بیات بنیاد د مرستو زیاتره درمل سوځیدونکیو او جراحي ناروغانو ته ځانګړي شوي، چې ډېر خلک یې د پېرلو وس نلري.
د بیات بنیاد لوی مشر احسان الله بیات وایي؛ دا څویم ځل دی، چې له دې روغتون سره په بېلابېلو برخو کې مرستې شوي او دا مرستې روانې ساتل شوې دي.
د بیات بنیاد رییس احسان الله بیات له سوداګرو وغوښتل، چې په دې بهیر کې ونډه واخلي.
د استقلال روغتون مسوولین وایي، بیات بنیاد څو ځله له دې روغتون سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې او هغه درمل، چې دا ځل مرسته شويٍ؛ کولی شي د هغو هېوادوالو ستونزې حل کړي، چې د درملو د پېرلو وس نلري.
د استقلال روغتون د سوځېدنې جراحۍ مسوول ویلي: مونږ ډېرې تدارکاتي ستونزې لرو او اړ یو، چې ناروغان یو شمېر درمل وپېرې.
بیات بنیاد هر کال د هېواد په ګوټ ګوت کې له اړو کسانو او کورنیو سره د لومړنیو خوراکي توکو او بشردوستانه چارو مرستې کوي. دا مرستې په ژمي کې ډېریږي او له څو کلونو راپدیخوا یې سلګونه زره کسان له خپلو مرستو برخمن کړي دي.