تازه خبرونه

بیات بنیاد د علاوالدین روزنتون پر ماشونو خوراکي توکي او جامې ووېشلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ د کابل علاوالدین روزنتون ته ورسیده او پر ماشومانو یې خوراکې توکې او جامي ووېشلې.

بي سرپرست ماشومان لاس نیوې ته اړ دي او غواړي، چې  د ژمي په دې سړه هوا کې ښې شپې او ورځې تېرې کړي.

بنیاد بیات دا ځل د علاوالدین د ماشومانو روزنتون ته خوراکې توکې اوجامي ووېشلې.

د دې بنسټ لوی مشر ویلي، چې دا مرستې به نورو اړمنو کسانو ته هم ورورسیږي.

د بیات بنیات لوی مشر داکتر احسان الله بیات وایي؛ تنکي ځوانان او ماشومان مو، چې بې سرپرسته دي له ټولو ډېر اغېزمن کیږي. بیات بنیاد تل هڅه کړې، چې له دوی سره همکار وي.

نوموړي دا ډاډ هم څرګند کړ، چې دې مرستو لړۍ به په کابل او نورو ولایتونو کې روانه وساتل شي.

د کابل د روزنتونونو رییس فیضان احمد کاکړ وایي، چې دا مرستې مهمې وې او زیات کسان په دې روزنتونونو کې مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، چې که نور سوداګر هم لکه د بیات بنیاد په څیر اقدامات وکړي د بې سرپرسته ماشومانو ستونزې به بشپړې حل شي.

د علاوالدین روزنتون ماشومان هم له دې مرستو خوښ دي او د بیات بنیاد دا مرستې سایي او وایي، چې هرکال بیات بنیاد د دوی د ستونزو یوه برخه حلوي.

دا څو کاله کیږي، چې بیات بنیاد په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې د بشري مرستو ترڅنګ په روغتیایي، پوهنیزو او رغنیزو چارو کې  فعاله ونډه اخیستې ده.

Trending

Exit mobile version