تازه خبرونه
بیات بنیاد په کابل کې یو شمېر اړو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ووېشلې
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسمعیل ويلي؛ خوښ یو، چې د کابل ښار په یوه برخه کې مو د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې ووېشلې.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغو مرستو لړۍ به په مرکز او ولایتونو کې نورو اړمنو کورنیو ته هم ورسیږي.
هغه له نورو سوداګرو وغوښتل، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.
هغه کورنۍ، چې د بیات بنیاد مرستې یې ترلاسه کړي، د بیات بنیاد له مرستو مننه کوي او وايي، چې دغه بنیاد هر کال له بېوزلو سره مرستې کوي.
دوی له نورو پانګوالو او سوداګرو هم غواړي، چې په هېواد کې د اړو کسانو لاسنیوی وکړي.
بیات بنیاد هر کال په کابل او ولایتونو کې له اړو کسانو سره د خوراکي توکو او نورو اړینو وسایلو مرستې کوي.
دغه بیناد پر دغو مرستو سربېره له هېوادوالو سره د پوهنې، ورزش او روغتیا په برخو کې د پام وړ مرستې کړي دي.
خبریال: سمیع جهش