سیمه ییز خبرونه
بیات بنیاد په لغمان کې له سلګونه بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې
بیات بنیاد په هره روژه کې له اړمنو سره مرستې کوي، چې دا ځل یې د لغمان له هغو سلګونو کورنیو سره د بېلابېلو خوراکي توکیو مرسته وکړه، چې د ناامنیو له امله د تن په جامو کې له خپلو کورنو بې ځایه شوي.
د مرستو د وېش پرمهال د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل ژمنه کړې، چې ډېر ژر د ختیځ په نورو ولایتونو کې هم پر اړو کورنیو ورته مرستې وویشي.
د لغمان د کډوالو ریس محمد کاظم حقپال وايي، په لغمان کې زرګونه کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي، چې دمګړۍ په بد حالت کې ژوند کوي.
هغه د بیات بنیاد له دې مرستو ستاینه وکړه او له نورو شتمنو یې هم د بېوزلو لاس نیوی وغوښت.
د بنیاد بیات سلاکار احسان الله آرینزی وايي، د دوی دا مرستې به له مادي پلوه ډېرې نه وي؛ خو معنوي پیغام یې ډېر لوی دی.
مرسته شوې کورنۍ د بیات بنیاد له مرستو ډېرې حوشحاله دي؛ خو له نورو شتمنو هم د ورته مرستو هیله کوي.
بيات بنياد د يوه غښتلي خيريه بنسټ په توګه، یوازې د روژې په مياشت کې نه، بلکې د كال په نورو سختووشېبو کې هم له بېوزلوسره بېلابېلې مرستې کړې او هم یې په سخته کې اړافغانان پر پښو درولي.
خبریال: رحمت الله زیارمل