تازه خبرونه

بیات بنیاد په کندهار ښار کې پر سلګونه اړو کورنيو د خوراکي توکي د وېش لړۍ پیل کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۳۹۹)

د دې بنسټ مسوولينو ویلي؛  بیات بنیاد په کندهار ښار کې پر قرنطين شویو سلګونه اړو کورنيو خوراکي توکي ووېشل، چې موخه یې د خلکو لاسنيوى دی.

په کندهار کي د  کرونا ويروس له پراختيا وروسته دغه ولايت د ولسمشر په امر قرنطين شو او د خلکو پر ګرځيدو بنديز ولګيد.

دغه لړۍ د دې لامل شوه، چي د ډېرو خلکو کار و بار په ټپه ودريږي او له اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

په کندهار کي د بيات خيريه بنسټ مشر احمد پوپل ویلي؛ بيات خيريه بنسټ، چي په هېوا د کې لومړنی خيريه هم بنسټ دى په دې لړ کي يې خپل لومړني خوراکي توکي او مرستې د کندهار اړمنو خلکو ته را ورسولې او د وېش لړۍ يې را پيل کړه .

د کندهار ښار د قرنظين له غزیدو سره هره ورځ د اړمنو خلکو شمېر مخ پر زياتيدو دى.

په دې ولايت کي اړمنې کورنۍ وايي؛ په داسي بد اقتصادي حالت کي اړيتا ده، چي د بيات خيريه بنسټ په شان نورې ادارې هم خپلي مرستي ورته ورسوي.

دوى د بيات بنیاد له مرستو څخه خوښ دي او د نورو مرستو غوښتنه یې کوي.

د بيات خيريه بنسټ په هېواد کي لومړنی بنسټ دى، چي په افغانستان کي د يوې نيمي لسيزي را پدیخوا له سيلاب ځپلیو سره د مرستو په ګډون د ښونځيو، د روغتونونو او کلينيکونو، جوماتونو او لارو جوړولو په برخه کې د ډاډ وړ کارونه تر سره کړي دي.

د يادوني ده، چي همدا اوس هم د بيات د خيريه بنسټ له لوري په کندهار او د هېواد په بېلا بېلو ښارونو  کي د کرونا د مخنيوي په موخه عفونی ضد درمل هم شیندل کیږي.

Trending

Exit mobile version