تازه خبرونه

بیات بنیاد د تهیه مسکن له روزنتون سره د البسې( پوښاک) مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل په تهیه مسکن روزنتون کې سلګونه بې سرپرسته ماشومان، چې له ګڼو ستونزه سره مخ دي؛ کاليو او مناسبو جامو ته اړتیا لري د بیات بنیاد له بشري مرستو برخمن شول.

بیات بنیاد د دغه روزنتون پر ماشومانو څلور سوه پنځوس جوړه پوښاک ووېشه.  

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسمعیل وايي، چې له روزنتون سره مو د اړتیاوو له په پام کې نیولو سره مرسته کړې او دغه ډول مرستې به په ولایتونو کې هم وکړي.

د تهیه مسکن د مرکزي روزنتون ريیس فیضان احمد کاکړ وايي، چې په ولایتونو کې له ناامنیو او جګړو سره د بې سرپرسته ماشومانو شمېر ډېر شوی او دوی جدي مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

ده له مرستندویه ټولنو وغوښتل، چې د روزنتون له ماشومانو سره د اړتیا وړ مرستې وکړي.

له دې مخکې هم  بیات بنیاد په کابل کې له یو شمېر روزنتونو سره د البسې او سپورتي توکو مرستې کړي دي.

Trending

Exit mobile version