تازه خبرونه

بیات بنیاد په کابل کې خوراکي توکي او د ژمي جامې ووېشلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل په شپږمه ناحیه کې پر اړو کسانو خوراکي توکي او د ژمي جامې ووېشلې.

د بیات بنیاد لوی مشر انجنیر احسان الله بیات د دغو مرستو د وېش پر مهال وویل:  مونږ نن د خپلو ژمنیو مرستو لړۍ د کابل ښار په لویدیځ کې پیل کړه. په دې مرستو کې جامې او خوراکي توکي دي، چې پر اړو کورنیو ووېشل شوې. مونږ له خپلو هغو هېوادوالو مننه کوو، چې له مونږ سره همکار ول او له هغو غواړو، چې خپله همکاري روانه وساتي.

ښاغلي بیات څرګنده کړې، چې ډېر ژر به د دغو مرستو لړي شمال او بیا نورو ولایتونو ته هم وغزيږي.

د کابل د ۶ ناحیې ډېر اوسیدونکي د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره زیاتې هڅې کوي؛ خو له هڅو سره سره بیا هم له خپلو کورنیو سره شپې او ورځې په ولږه او سړې هوا کې تېروي.

دا مرستي کولای شي، چې د اړو کسانو ستونزې تر یوه حده حل کړي؛ خو سره له دې بیا هم د بیات بنیاد لوی مشر له نورو سوداګرو غواړي، چې له اړمنو کسانو سره خپلې مرستې  پیل کړي.

د بیات بنیاد لوی مشر د دغو مرستو د وېش پر مهال له نورو مرستندیو ټولنو هم و غوښتل، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

اړ کسان څرګندوي، چې دا مرستې ډېرې ګټورې دي او کولی شي، چې د دوی ستونزي تر یو حده حل کړي.

بیات بنیاد په ډاګه کړې، چې زمونږ مرستې د ټولو ولاتیونو اړو کورنیو ته رسیږي؛ خو مونږ د شمال ولایتونو بې ځایه شویو ته لومړی خپلې مرستې رسو او بیا به له نورو ولایتونو سره مرستې تر سره کړو.  

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو دا لړۍ د لومړۍ ناحیې د زاړه ښار له اړمنو کسانو پیل کړې او په کې خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشل شوي دي.

بیات بنیاد هر کال په ټول هېواد کې له اړو کسانو سره مرستې کوي؛ خو د ژمې په راتګ یې د مرستو لړۍ ټول هېواد ته پراخیږي، چې له تېرو دیارلس کلونو راپدیخوا یې په سلګونه زره کورنۍ له خپلو دغو مرستو برخمنې کړې دي.

Trending

Exit mobile version