تازه خبرونه

بیات بنیاد د کابل په چهارآسیاب کې راستنو شویو ته مرستې ووېشلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل له پاکستان څخه بېرته راستنو شویو ته، چې د کابل د چهارآسیاب ولسوالۍ د چهل دختران د میاخېلو په کلي کې میشت شوي؛ مرستې ورسولې.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعېل د دې مرستو د وېش پر مهال وویل، په هېواد کې ناوړه حالاتو ته په کتو بې سرپرسته، بې ځایه شویو کورنیو او بېرته را ستنیدونکیو ته اوړه، غوړي، کمبلې، تودې جامې او نور د اړتیا وړ توکي د ژمي تر پایه وېشل کیږي.

نوموړي ویلي، چې غواړو د ژمي تر پایه خپلې ژمنۍ مرستې د ټولنې بېوسو او اړو خلکو ته ورسوو.

له پاکستان څخه د بېرته را ستنو شویو کډوالو استازی عاشق الله میاخېل وایي، شاوخوا دوه زره کورنیو ته رسول شوې مرستې په ښه وخت را ورسیدلې.

نوموړي په ډاګه کړې، چې دمګړۍ د پوهنې، روغتیا او کار په برخو کې ستونزې لرو.

هغه له ټولو مرستندویانو وغوښتل، چې په اړوند برخو کې له دوی سره مرستې تر سره کړي.

بیات بنیاد له څه باندې یوې لسیزې راهیسې په ژمي کې  اړو او بېځایه شویو کورنیو ته مرستې وېشي.

Trending

Exit mobile version