پرمختګ او بشپړتیا

بیات پاور له ګازو څخه د برښنا برابرولو سب ستیشن ګټې اخیستنې ته وسپاره

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هېواد په شمال جوزجان کې له ګازو څخه د برېښنا برابرولو دا پروژه د بیات پاور پر مټ بشپړه شوې، چې څلویښت میګاواته برښنا تولیدوي.

د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۳) په جوزجان ولایت کې د حرارتي برښنا دا لومړنی سب ستیشن د نږدې څلویښت میلیون امریکایي دالرو پر لګښت د بیات پاور خصوصي شرکت لخوا پرانیستل شو.

د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي ویلی، بیات پاورد دې سب ستیشن د جوړیدو لپاره وروستۍ او نوې تکنالوژي کارولې او د کار پیلیدا یې یو تاریخي پرمختګ دی.

ښاغلي قیومي زیاته کړې، چې په دې سب ستیشن کې تولید شوې برښنا د برښنا شرکت د مزو له لارې په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې تولید کیږي.

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست محمدگل خلمي ويلي، تر دې مهاله ۳۷۰ میلیون دالر د کورنیو سرچینو څخه د انرژۍ برابرولو په برخه کې پانګونه شوې او د بیات پاور لخوا د حرارتي برښنا د سب ستېشن جوړیدا هم له  بېخبنایي کارونو څخه ګڼل کیږي.

د جوزجان والي لطف الله عزیزي وایي؛ دا لومړی ځل دی، چې د هېواد د شمال سیمو اوسیدونکي دځمکې لاندې سرچینو له برښنا او انرژۍ څخه برخمن کیږي.

د بیات پاور شرکت لوی مشر احسان الله بیات څرګنده کړې؛ دولت د دې پروژې له لارې په لومړي سر کې هر کال نهه سوه میلیون افغانۍ، چې له ۱۳ میلیون دالرو ډېرې کیږي، تر لاسه کوي او د درېیمې برخې له بشپړیدو سره د دولت د هر کال عواید دوه اعشاریه درې میلیارد افغانیو ته رسیږي.

د یادونې ده؛ د لومړنۍ طرحې له مخې، د بیات پاورشرکت په لومړي پړاو کې دوه پنځوس میګاواته برښنا په  دوه یم پړاو کې ۱۰۰ میګاواته او درېیم پړاو کې ۱۹۲ میګاواتو ته رسیږي.

Trending

Exit mobile version