تازه خبرونه
تیرو ۴۸ ساعتونو کې د کرونا ویروس هيڅ مثبته پیښه افغانستان نده ثبت کړې
د هیواد د عامې روغتیا وزارت وایي چې د تیرو ۴۸ ساعتونو په اوږدو کې د کرونا ویروس هيڅ کومه مثبته پیښه په افغانستان کې نده ثبت شوې. دغه وزارت زیاتوي چې اوس مهال د پنځوسو تنو طبي آزموینې په لابراتوار کې تر څیړنې لاندې دي دي چې په نږدې وخت کې به یې پایلې څرګندې شي.
له کورونا ویروس سره د مبارزې ځانګړې دولتي کمیټې ویلي چې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې او د خوریدو د مخنیوي لپاره یې تګلارې د عملي کیدو په حال کې دي. دغې کمیټې هرات ولایت ته د لابراتواري وسایلو د لیږد او د پاخه عمر دولتي مامورینو د رخصتولو یادونه هم وکړه.
کابل کې د افغان جاپان روغتون چې د کورونا ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړې شوې، هره ورځ لسګونه کسان د طبي آزموینې لپاره ورځي چې ډیرې یې تازه له ایران څخه راستانه شوي کسان دي.
همداراز کرونا ویروس سره د مبارزې ځانګړې کمیټې ویلي چې د دغه ویروس له ویرې یې د نوروز میله لغوه کړې او د وګړو د احوالو د ثبت او الکټرونیکي تذکرو ادارې یې هم رخصت کړي دي.
دغه روغتون ته ورتلونکي کسان چې ډيری یې له ایران څخه تازه راغلي، انديښمن دي چې ګواکي د کورونا ویروس یې له ځان سره نه وي راوړی.
د عامې روغتیا وزارت مسئولین وايي چې د کرونا ویروس د خوریدو د مخنیوي لپاره، تر ټولو غوره لار دا ده چې روغتیايي ټکو او څرګندونو ته جدي پامرنه وشي.
