بلخ @ps
سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصاري خوشې شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
چارواکو په ډاګه کړې، چې د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصاري د ملي امنیت له بنده خوشې شو.
د مسوولینو په خبره، قیصاري د بشري حقونو د نقض پر تور نیول شوی و؛ خو د ملي امنیت له بنده په معتبر ضمانت آزاد شو؛ دوسیه به یې تر څېړنې لاندې پاتې وي.
نوموړی پېنځه میاشتې د ملي امنیت په بند کې و.
خلک تمه لري، چې حکومت له زورواکو سره قانوني چلند وکړي او قانون پر ټولو یو شان پلی شي.