تازه خبرونه

جواد ظریف: د افغانستان راتلونکی سیاسي بهیر کې باید طالبان شامل وي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان سیاسي راتلونکې د وسلوالو طالبانو له رول پرته امکان نلري.

جواد ظریف ویلي چې د افغانستان په راتلونکې کې د وسلوالو طالبانو رول اړین دی، خو په وینا یې دا رول باید ډير پیاوړی هم نه وي.

«د افغانستان راتلونکې سیاسي بهیر د وسلوالو طالبانو له رول پرته امکان نلري، خو په همدې وخت کې زه په دې باور یم د وسلوالو طالبانو رول باید ډير پیاوړی هم نه وي. دا هغه پریکړه ده چې باید په خپله افغانان یې وکړي.»

جواد ظریف وايي چې پاکستان هم د افغانستان په هکله خپل نظر بدل کړی او هڅه کوي چې له افغان دولت سره د سولې په برخه کې همکاري وکړي.

«مونږ باید باید د سیمې او په نړیواله کچه له افغانانو سره مرسته وکړو چې خپله پریکړه وکړي. مونږ باید په افغانانو مسایل تحمیل نه کړو. زما په باور دا هم روښانه ده چې د سیمې هیڅ هیواد هم د وسلوالو طالبانو ترواک لاندې دولت د ځان په کټه نه ګڼي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغو څرګندونو ته په غبرګون کې د افغانستان اجرايي ریاست وايي چې که د وسلوالو طالبانو او افغان دولت ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره شي، نو په راتلونکې سیاسي بهیر کې د طالبانو د رول په هکله به یوازې مذاکره کوونکی پلاوی پریکړه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د وسلوالو طالبانو یوه پلاوي ایران ته سفر وکړ او د د غه هیواد له چارواکو سره په افغان سوله وغږیدل.

ایران وايي چې د دغو خبرو موخه دا وه چې وسلوال طالبان له افغان دولت سره خبرو ته وهڅوي. په دې وروستیو کلونو کې افغان امنیتي چارواکو او امریکا ایران تورن کړی چې له وسلوالو طالبانو سره پوځي مرستې کوي، خو ایران دغه تورونه بیځایه ګني.

Trending

Exit mobile version