تازه خبرونه

انتر پول پولیس دې د کورنیو چارو وزارت تښتیدلی معین ونیسي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان لویې څارنوالۍ انترپول پولیسو ته د کورنیو چارو وزارت د یوه پخواني مرستیال د نیولو سپارښتنه کړې ده.

 مسوولین وايي، د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې د پولیسو پخوانی مرستیال چې په ځينو تړونونو کې په درغلیو تورن دی له افغانستان څخه تښتیدلی دی.

 لویې څارنوالي د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې د پولیسو د معینیت د هغو سرپرستانو او مرستیالانو دوسیې، چې له نولس سوه یو نوي څخه تر څلور نوي پورې یې دندې تر سره کړې؛ له فساد سره د مبارزې عدلې او قضايي مرکز ته استولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې په معینیت کې د فساد شواهد تېر کال تر ولسمشره ورسیدل. ولسمشر هم سمدلاسه د کورنیو چارو وزارت درې معینان، چې له دیارلس سوه یو نوي څخه تر څلور نوي کلونو پورې یې دندې تر سره کړې وې، ممنوع الخروج کړل.

د لویه څارنوالۍ ویاند  جمشید رسولي وايي، چې د فساد په تړاو د کورنیو چارو وزارت له پخوانیو مرستیالانو مجتبي پتنګ، جمیل جنبش او له دوه نورو سرپرستانو څخه څېړنې بشپړې شوي؛ خو یو معین له هېواده بهر تښتیدلی دی.

د نوموړي په وینا؛ لویې څارنوالۍ انتر پول پولیسو ته ویلي، چې تښتیدلي معین ونیسي.

لویې څارنوالۍ د عامه ساتنې په معینیت کې د فساد دوسیه څېړل شوې، چې د د دغې دوسیې د پاڼو شمېر اته زره ته رسیږي؛ خو اوس هم نده روښانه، چې د دغه معینیت په ۲۳ قراردادونو کې څومره درغلي شوې ده.

د افغانستان د شفافیت بنسټ ريیس سیداکرام افضلي وایي، لویې څارنوالۍ دغه دوسیه له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلې ده.

له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايی مرکز وايي، چې نږدې د سل نورو لوړ پوړیو دولتي چارواکو د فساد دوسیې هم تر څېړنې لاندې دي.

د پوهنتون استاد فیض الله جلال وایي، دا کسان دې محاکمه او شتمني دې ترې واخیستل شي

د کورنیو چارو وزارت د پخوانیو مرستیالانو د فساد له دوسیې یو کال تېریږي؛ خو اوس هم کومې محکمې پر تورنو کسانو پرېکړه نه ده کړې. له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز که څه هم په فساد کې ښکېل ټيټ پوړي کسان محاکمه کړي؛ خو نیوکه دا ده، چې په دغه مرکز کې اوس هم هغه کسان چې په لوړه کچه په فساد کې ښکیل دي، محاکمه شوي نه دي.

Trending

Exit mobile version