تازه خبرونه

دفاع وزارت: د روان جګړې پای لپاره نور بهرني سرتیرو ته اړتیا ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزارت وايی د افغانستان د اوسنې جګړې پای ته رسولو په موخه د نورو بهرنیو سرتیرو استول یوه اړتیا ده.

پنتاګون پریکړه کړې چې افغانستان ته نور سرتیري ولیږي. په افغانستان کې شته بهرني ځواکونه د روانو ستونزو د حل له پاره کافي نه ګڼل کیږي . د افغانستان د ملي دفاع وزارت د امریکایی سرتیرو د شمیر د ډیروالي هرکلی کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وویل: ” مونږ له امریکا دفاع وزارت څخه غواړو چې نور سرتیري افغانستان ته ولیږدوي. مونږ غواړو چي د افغانستان اردو څلور کاله وروسته په خپولو پښو ودریګي. د امریکا حضور د دوی د روزنې او مشورې لپاره اړینه ده او مونږ سره مرسته کوي.”

د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو د نوې تګلارې تر اعلان وروسته دغه هیواد د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه څو ژمنې کړې ، داچې  په اوسني حال کې د دغه ژمنو عملي کیدل به د ستونزو له حل سره څومره مرسته وکړي.

د ولسِ جرګې غړی، محمد هاشم فاریاب وویل: “د افغان سرتیري لا دیر مرستو ته اړتیا لری، په ځانګړي توګه د هوایي عملیاتو په برخه کې ترڅو وکولای شي د دښمن ملا ماته کړي.”

که څه هم د امریکا د دفاع وزیر افغانستان ته د نویو را لیږونکو سرتیرو د شمیر په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو وايی دا موضوع به په کانګرس کې تر بحث وروسته  اعلان کړي.

Trending

Exit mobile version