تازه خبرونه

دفاع وزارت د ۴۳ امنیتي سرتېرو وژل کیدل ومنل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ ومنله، چې تېره شپه په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر مرکز بریدونه شوي، چې په کې ۴۳ سرتېري وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري ویلي، چې یوې دلې بریدګرو تېره شپه دوه نیمې بجې د میوند ولسوالۍ په چشمو سیمه کې د ملي اردو پر کمپ برید کړی دی.

نوموړی زیاتوي، د برید پر مهال په دې کمپ کې ۶۰ سرتېري ول، چې ۴۳ یې وژل شوي، ۹ ټپیان، ۶ ورک او دوه نور روغ رمټ پاتې دي.

تورن جنرال وزیري زیاته کړې، چې۱۰طالبان هم وژل شوي دي.

له دې مخکې په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې، چې له نوم ښودلو یې ډډه کړې ویلي وه، چې تېره شپه د میوند ولسوالۍ په چشمو سیمه کې د ملي اردو پر اډه د دوه هاموي تانکونو پر مټ ځانمرګي بریدونه شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې له چاودنو وروسته نښته هم رامنځته شوې ده.

طالبانو د برید پړه منلې ده.

په تېرو څو ورځو کې ورته بریدونه په پکتیا، غزني، وردګو او فراه ولایتونو کې هم رامنځته شوي، چې په کې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version