تازه خبرونه
دفاع وزارت شپني عملیات دوه برابره ډېر کړي- دادمنش
د افغانستان ملي دفاع وزارت د طالبانو او داعشیانو د ځپلو لپاره شپني عملیات دوه برابره ډېر کړي دي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي، په شپني عملیاتو کې له پوره پاملرنې کار اخلو؛ داسې، چې له یوي خوا د داعش او طالب قومندانان ووژل شي او له بلې خوا عام وګړي له زیانونو سره مخ نشي.
نوموړی زیاتوي، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو اووه ویشت قومندانان او د داعش نهه قومندانان وژل شوي دي. لشکر طیبه او نورو جګړه مارو ډلو هم په دې موده کې ۲۴ افراد له لاسه ورکړي دي.
ملي دفاع وزارت وایي، موخه یې د ملکي تلفاتو مخنیوی او ترهګرو ډلو ته ګوزار ورکول دي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ څومره، چې دښمن وژل کیږي، هومره افغان ملي ځواکونه تکړه کیږي.
پوځي شنونکی هادي قریشي وایي، چې د بریالیتوب لپاره غوره رهبري اړینه ده.
شپني عملیات د ترهګرو د ځپلو لپاره ګټور ګڼل کیږي؛ خو غوښتنې دا دي، چې د عملیاتو ساحې باید دقیقې وي؛ ملکي تلفات بیخي کم او حتا نه وي.
پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل وایي، چې : بشپړ اطلاعات اړین دي؛ پرته له دې شپني عملیات هم پوځیانو ته خطر لري او هم ملکي وګړیو ته.
د سولې خبرو او هڅو په لړ کې لیدل کیږي، چې پر طالبانو پوځي فشارونه هم لږ شوي ندي. په وروستیو ورځو کې امنیتی بنسټونو او د ناتو غوڅ ملاتړ ماموریت پر طالبانو او داعشیانو یرغلیز بریدونه ډېر کړي دي.
شاهپور فرهمند